دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 261521
په بلخ کې د کورونو څخه غلا په بې ساري ډول کم شوي
د بلخ امنیتي چارواکي وايي، په وروستیو میاشتو کې په مزارشریف ښار کې د کورونو څخه غلاوې په بې ساري ډول کمې شوي او ګراف یې صفر ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: محمد آصف وزیری؛ د بلخ د پولیسو ویاند نن (یکشنبه، قوس ۶) افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې په مزارشریف ښار کې د کورونو څخه غلا یوه لویه ستونزه وه او د امنیتي ځواکونو له ځانګړې پاملرنې وروسته یې ګراف صفر ته رسېدلی دی.
 
د هغه په ​​وينا، د بلخ د امنيه قوماندانۍ امنيتي ځواکونه د سيمه ييز کنټرول له لارې توانېدلي، چې د خلکو د کورونو لوټونکي ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
 
وزيري زياته کړه: پخوا په مزارشريف ښار کې دوو ډلو کورونه لوټ کول، چې يوه ډله يې ١٥ ورځې مخکې ونيول شوه او بله ډله يې تېره اونۍ ونيول شوه.
 
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې په تېره يوه مياشت کې په مزارشريف ښار کې د کور د غلا يوازې يوه پېښه شوې او عاملين يې هم د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
 
تر دې وړاندې د مزارشريف ښار اوسېدونکو د کورونو له غلاوو شکايت کاوه او له حکومته يې د پاملرنې غوښتنه کوله.
 
په همدې حال کې د مزارشريف ښاريان هم وايي چې د کوڅه ډبو غلاوو د کمېدو تر څنګ د شپې له خوا د کورونو غلاوې هم ډېرې کمې شوې او په دې برخه کې د خلکو اندېښنې کمې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdccisqis2bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته