دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 261531
حامد کرزی له افغانستانه بهر د سفر پلان نه لري!
په داسې حال کې چې ځینو سرچینو خبر ورکړی، چې اسلامي امارت پخواني ولسمشر حامد کرزي ته له افغانستانه بهر د سفر اجازه ورکړې، د کرزي دفتر په یوه تازه بیان کې ویلي، چې دی بهر ته د سفر کوم پلان نه لري.
افغان غږ خبری آژانس: نن چهار شنبه د وږي ۶ مه، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې یوې سرچینې ځینو رسنیو ته اعلان وکړ، چې اسلامي امارت ښاغلي کرزي ته اجازه ورکړې، چې جرمني ته سفر وکړي.
 
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې حامد کرزي د درملنې لپاره جرمني ته د نوي سفر د غوښتنې په ګډون له افغانستانه بهر د سفر مخه نیولې ده.
خو د دې خبر تر خپرېدو وروسته کابل نیوز د پخواني ولسمشر د دفتر له خولې ویلي، چې بهر ته د حامد کرزي د سفر شرایط پوره شوي، خو حامد کرزی له افغانستانه بهر د سفر کوم پلان نه لري.
 
په همدې حال کې د ټولنیزو پاڼو یو شمېر کاروونکو د یوې سرچینې په حواله ادعا کړې چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی سخت ناروغ دی او له ډېرو هلو ځلو وروسته اسلامي امارت د درملنې لپاره جرمني ته د تګ اجازه صادره کړې، خو د ده لپاره دوه شرطونه دي. دوی وايي: کرزی به هېواد ته راستون شي او په جرمني کې به له رسنیو سره مرکه ونه کړي.
 
د دغې سرچينې په وينا، د دغه سفر لپاره له کرزي څخه ضمانتونه اخيستل شوي دي.
 
که دا سفر تر سره شي، نو حامد کرزی به په څه باندې یوه کال کې د لومړي ځل لپاره له هېواده ووځي.
 
تر دې مخکې د پخواني حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله توانېدلی چې له افغانستانه ووځي او د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره څو ځلې هند ته سفرونه کړي.
 
https://avapress.com/vdcdsf0xfyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته