کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت مشر:

قاضيان د خپلو پرېکړو په صادرولو کې خپلواک دي

6 قوس 1401 ساعت 14:27

د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د هیواد د جنوبي ولایتونو د ملکي او نظامي چارواکو د لس ورځني قضايي سیمینار په پای کې وویل چې د هیواد قاضیان په خپلو فیصلو کې آزاد دي او هیڅوک هم د دې حق نلري چي د دوی په پریکړو کې مداخله وکړي.


آوا: د کندهار ولایت مقام تېره شپه (د وږي ۵ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم د هېواد قاضیان په خپلو پرېکړو کې آزاد دي.
 
د کندهار ولايت مقام د اعلاميې له مخې شيخ هبت الله اخندزاده وويل، د هېواد قاضيان د خپلو پرېکړو په صادرولو کې خپلواک دي او هېڅوک د دوى په کارونو کې د لاسوهنې حق نه لري.
 
ویل شوي، چې پرون (شنبه) د اسلامي امارت رهبري پلاوي د لس ورځني قضايي سیمینار په پای کې د کندهار، زابل او غزني ولایتونو د ملکي او نظامي محکمو له مسؤلینو سره وکتل.
 
د همدې شواهدو پر بنسټ، شیخ هبت الله وویل چې ټول قاضیان د خپلو پرېکړو په صادرولو کې خپلواک دي او شرعي نظام د محکمو له فعالیت څخه تعریف شوی دی.
 
هغه ټینګار وکړ، چې قضایه قوه د ټولو دولتي ارګانونو اداره کوي او نور ارګانونه باید د قضایه قوې د دندو عملي کولو ته لومړیتوب ورکړي.
 
د اسلامي امارت مشر د قضايي کارکوونکو د زیاتوالي غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې دې موضوع ته باید پاملرنه وشي.
 


د مطلب کود: 261537

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261537/قاضيان-د-خپلو-پرېکړو-په-صادرولو-کې-خپلواک-دي

آوا
  https://www.avapress.com