کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شمالي کوریا هڅه کوي چې په نړۍ کې تر ټولو قوي اټومي وسلې ترلاسه کړي

6 قوس 1401 ساعت 15:15

د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ویلي، هېواد یې غواړي په نړۍ کې تر ټولو ځواکمن اټومي ځواک او پوځ ولري.


آوا: د شمالي کوریا دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد مشر کیم جونګ اون اعلان کړی، چې هېواد یې د نړۍ تر ټولو ځواکمن اټومي ځواک دی.
 
د شمالي کوریا مشر دغه خبر د یکشنبې په ورځ (نومبر۲۷) د لسګونو پوځي افسرانو د تقدیرولو په مراسمو کې چې د دغه هېواد د نوي بالستیک توغندي په ازمایښت کې یې ګډون کړی و، اعلان کړ.
 
هغه وویل: "د شمالي کوریا وروستی هدف دا دی چې په نړۍ کې ترټولو پیاوړی ستراتیژیک ځواک ولري."
 
ویل شوي چې په دې مراسمو کې د شمالي کوریا د ولسمشر لور بیا هم ورسره ملګرې وه. هغه وویل: د هیواد د اتومي توان پیاوړې کول به د دولت او خلکو د کرامت او حاکمیت د ساتنې لپاره ځواک دوه چنده کړي.
 
د شمالي کوریا مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د هاوسنګ-۱۷ توغندي ازموینه چې د شمالي کوریا تر ټولو لوی بین البراعظمي بالستیک توغندی دی، د نومبر په ۱۸مه وزمایل شو او کیم جونګ اون د دغه ازمویښت کې اعلان وکړ چي دا توغندی د خپل ټول توان سره به د امریکا د اټومي ګواښونو سره مقابله وکړي.
 
کیم په خپله وروستۍ وینا کې د «Hwasong-17» توغندی «په نړۍ کې تر ټولو ځواکمنه ستراتیژیکه وسله» هم یاده کړه او ویې ویل چې دا توغندی د «نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ» د جوړولو لپاره د شمالي کوریا هوډ او وړتیا ښيي.
 
هغه زیاته کړه چې د شمالي کوریا ساینس پوهانو "په بالستیک توغندیو باندې د اتومي وسلو د نصبولو د ټیکنالوژۍ په جوړولو کې د حیرانتیا وړ پرمختګ کړی دی" او هیله یې څرګنده کړه چې دا بریالیتوبونه به په غیر معمولي سرعت سره د هیواد اټومي مخنیوي وړتیاوې زیاتې کړي.
 
د شمالي کوریا دولتي رسنیو هم د کیم جونګ اون عکسونه خپاره کړي چې د ساینس پوهانو، انجینرانو او نظامي چارواکو سره یې په ازموینه کې برخه اخیستې وه او اعلان یې وکړ چې دغو کسانو ژمنه کړې چې د خپل واکمن ګوند او مشر "مطلق واک" دفاع وکړي او د دوی توغندي به په نښه کړي.
 
د شمالي کوریا له خوا د Hwasong-17 بالستیک توغندي ازمایښت، چې کولای شي د امریکا خاورې ته ورسېږي، واشنګټن دې ته اړ کړ چې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغواړي چې د شمالي کوریا د حساب ورکولو لپاره یوه بیانیه خپره کړي.
 
د شمالي کوريا د رسمي خبري آژانس د خبر له مخې، د شمالي کوريا د خلکو د عالي شورا ځواکمنې کميټې هم د دغه هېواد هاوسونګ-17 توغندی د "شمالي کوريا د سرو زرو ستوري" او د ملي لومړۍ درجې نښان په ګډون په څو وياړونو سره ډالۍ کړ.
 
د يادونې وړ ده چې شمالي کوريا له امريکا سره تر خبرو اترو وروسته خپل توغنديز ازموينه بيا پيل کړه.
 


د مطلب کود: 261540

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261540/شمالي-کوریا-هڅه-کوي-چې-په-نړۍ-کې-تر-ټولو-قوي-اټومي-وسلې-ترلاسه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com