کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دایکندي ولایت وروستۍ غمجنه پېښه/ وضعیت څه دی؟

6 قوس 1401 ساعت 15:53

د دایکنډي ولایت د مرکز اړوند د «سیوک» او «شبر» په کلیو کې د اسلامي امارت د عسکرو په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۹ تنو د وژل کیدو او ټپي کیدو وروسته، ځیني کتونکي وایي چې دغه پیښه د ناظرا او میری سیوک د قومونو تر منځ د ۴۵ کلنې جګړې پایله ده، چې د "صداقت پشتروق" په نوم یو کس د هاشم خان د زامنو پر ضد چې له دې جملې څخه یو دی د استخباراتي ځواکونو په هڅولو او غولولو سره، ددي پیښي سبب شوي دي.


آوا - کابل: جنرال صداقت پشتروق چې ویل کیږي د دایکندي په قضیه کې لاس لري، له آوا سره په مرکه کې وویل: زه د دایکندي د سیوک او شبر کلیو له وژل شویو کسانو سره هیڅ ډول دښمني او حقوقي شخړه نه لرم او وژل شوي کسان د ناظرا او میری سیوک د قومونو تر منځ د ٤٥ کلن جګړي پایله ده.
 
هغه همدا راز زیاته کړه: زه د دایکندي په سیمه ییزه اداره کې هیڅ دولتي مقام او دنده نه لرم چې د اسلامي امارت د ځواکونو لپاره پریکړه وکړم او یا چې امر وکړم چي څوک ونیسئ او څوک یې ونه نیسئ.
 
د صداقت د څرګندونو پر بنسټ، اصلي حقوقي شخړه د ناظرا او میري سیوک د قومونو ترمنځ ده، چې له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې روانه ده او دا شخړه له پوځي او سیاسي ډګره تر ننوتو مخکې موجوده وه.
 
هغه څرګنده کړه: کله چې زه د دایکندي ولایت په سیمه ییزه اداره کې په رسمي وظیفه وم، دوه ځله مې د دغو دوو قومونو حقوقي شخړې هوارې کړې.
 
دده په وینا د همدغو کسانو د هلو ځلو په پایله کې د اسلامي امارت لخوا ۱۶ ورځې زنداني شوم او اسلامي امارت له ما څخه سل میله کلاشینکوفونه واخیستل.
 
هغه يادونه وکړه چې د نورمحمد باهنر په نوم يو تن چې له اسلامي امارت سره يې کار کاوه، د روان کال د پسرلي په لومړيو کې د سيوک په سيمه کې ووژل شو، زه هغه مهال د درملنې لپاره ايران کي وم، خو باهنر کورني ادعا کوي چې د هاشم او محمد داد زامن نور محمد باهنر وژلي دي.
 
صداقت وويل چې د نور محمد باهنر له وژلو وروسته اسلامي امارت د هاشم خان په نامه د يوې پنځلس کسيزې ډلې مشر احسان څو ځله د دې پوښتنې په ځواب کې چې د قتل لامل يې څه وو او مسوؤل يې څوک وو، راوبلل، خو هغه حاضر نشو.
 
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د دایکنډي ولایت مشران څو ځلې قومندان احسان ته د وسلو د کیښودلو په موخه استولي، خو هغه له دې کاره انکار وکړ، وروسته د اسلامي امارت عسکرو د سیوک په سیمه کې عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې ۹ کسان مړ او ژوبل شو.
 
صداقت وايي چې له ابرار انسټیټیوټ سره د شخړې په ورځ له ښاره بهر د سړک جوړولو لپاره تللې وم، له خپل ملګري سره مې په دې اړه مشوره نه وه چې عملیات باید په کوم ځای کې وشي او چېرته ونه شي او اسلامی امارت ماته دا واک هم نه دی راکړی.
 
صداقت څرګنده کړه، که په دې قضيه کې د لاس لرلو په اړه کوم شواهد موجود وي، ځواب ورکولو ته چمتو يم او زياته يې کړه: په سيمه کې زما د شتون په اړه ځينې کړۍ سياسي موخې لري.
 
د قضیې په تړاو د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت څرګندونې!
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور هم د دغو راپورونو په غبرګون کې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي دي: د قومونو مشران دوه ځله د اسلامي امارت په استازیتوب له یاغیانو سره یوځای شوي دي. خپلې وسلې کېښودې، خو هغوی له دې کار ډډه وکړه. له همدې امله امنیتي ځواکونه اړ شول چې د وسله والو پر ضد عملیات وکړي.
 
نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د چارواکو د سوله ییزو هڅو په ناکامۍ سره امنیتي ځواکونه اړ شول چې هغه ځای ته ننوځي چې یاغیان پکې پټ شوي وو او له هغوی سره د مخامخ جګړې په پایله کې یو تن امنیتي سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. وروسته امنیتي ځواکونو هم ځوابیه برید وکړ، چې په پایله کې یې ۹ تنه وسله وال ووژل شول او ۴ تنه ټپیان شول.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې پېښه کې د ماشومانو وژل کېدل دروغ وبلل او ویې ویل: دا راپور حقیقت نه لري.
 
 د دایکندي ولایت سیمه ییز چارواکي:
دا په داسې حال کې ده، چې د دایکندي ولایت سیمه ییز چارواکي وايي: له څه مودې راهیسې غیر مسؤله وسله وال د سیوک او شبر په سیمو کې ځای پر ځای شوي او په خلکو او مجاهدینو یې بریدونه پیل کړي او خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي. خبروایي په یاده چاودنه کې ۱ تن ملکي وګړی شهید او ۱ مجاهد ژوبل شو.
 
د دایکنډي ولایت چارواکو هم ټینګار وکړ: د اسلامي امارت او خلکو لپاره د دغې ډلې د لا زیاتو ستونزو د رامنځته کیدو د مخنیوي په خاطر، د دایکندي ولایت د علماوو شورا او مخورو ته دنده سپارل شوې چې د خبرو له لارې ستونزه حل کړي. د محلي حکومت په استازیتوب څو ځله دې سیمې ته تللي او ورته ویلي یې دي چې اسلامي امارت له تاسو سره کومه ستونزه نه لري او که تاسو د سیمې په کچه کومه ستونزه لرئ، محکمې ته حاضر شئ او یا له نفوذي کسانو سره سوله وکړئ، خو له بده مرغه دوي له جوړجاړي څخه ډډه وکړه.
 
د دغه ولایت د چارواکو په وینا، په دې وروستیو کې دغه کسان په غرونو ته  تښتیدلي او د رژیم ضد کړنې یې ترسره کولې او د دایکنډي د استخباراتو د ریاست له لوري د ترلاسه شویو پخوانیو شواهدو له مخې معلومه شوه چې دغه ډله په بلخاب کې د مقاومت جبهه او مولوي مهدي ځواکونو تر منځ تماسونه نیول شوي او له هغوی څخه وسلې او مرستې ترلاسه کوي، نو په همدې اساس د دایکندي ولایت د اسلامي امارت چارواکو دې سیمې ته د ځواکونو له استولو پرته بله چاره نه درلوده.
 
د دایکنډي چارواکو هم ټینګار کړی، چې په سیمه کې د زورواکو له شتون سره سم چارواکو د دغو کسانو کورونو ته مشران او با نفوذه کسان استولي او له هغوی یې غوښتي، چې له خپلو وسلو سره تسلیم شي، خو هغوی بیا هم له دې کاره ډډه کړې ده. د اسلامي امارت په عسکرو ډزې وشوې، چې په پایله کې یې ۱ تن مجاهد شهید او ۲ نور ټپیان شول.
 
  د دوی په خبره، د جګړې په پایله کې ۹ تنه وژل شوي او ۵ نور ژوندي نیول شوي او په دې عملیاتو کې ۱۵ میله سپکې او درنې وسلې هم ترلاسه شوي دي.
 


د مطلب کود: 261545

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261545/د-دایکندي-ولایت-وروستۍ-غمجنه-پېښه-وضعیت-څه-دی

آوا
  https://www.avapress.com