کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له اوکراین سره پوځي مرستې؛ د ناټو د وسلو زېرمه په ختمېدو ده

6 قوس 1401 ساعت 15:58

امريکايي ورځپاڼې "نيويارک ټايمز" خبر ورکړى، چې دوه پر درېيمه لوېديځ هېوادونه چې د ناټو د تړون غړي دي، خپلې وسلې چې ښايي اوکراين ته ولېږدول شي، ختمې کړې دي.


آوا: په داسې حال کې چې له اوکراین سره د واشنګټن او متحدینو پراخ ملاتړ دوام لری، دوی پر روسیې فشارونه زیات کړی، یوې امریکایی رسنۍ د ناټو د وسلو د زېرمو د کمېدو خبرداری ورکړی.
 
امریکايي ورځپاڼې "نیویارک ټایمز" په یوه نوي راپور کې اعلان کړی چې د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان (ناټو) دوه پر درېیمه برخه غړو هېوادونو د خپلو هغو وسلو زېرمه ختمه کړې چې ښايي اوکراین ته ولېږدول شي.
 
د ناټو یوه چارواکي دا ورځپاڼې ته ویلي: "د وړو هېوادونو د وسلو ظرفیت (اوکرایین ته استول کېږي) په ختمېدو دی او د ناټو له ۳۰ غړو هېوادونو څخه ۲۰ هېوادونه نږدې خپلو زیرمو ته رسېدلي دي."
 
دغې سرچینې چې نوم او دریځ یې نه دی په ډاګه شوی ویلي: "د ناټو پاتې لس هېوادونه چې په ټولیزه توګه پیاوړي حکومتونه لکه فرانسه، جرمني، ایټالیا او هالنډ دي، به اوکراین ته پوځي مرستو ته دوام ورکړي."
 


د مطلب کود: 261547

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261547/له-اوکراین-سره-پوځي-مرستې-د-ناټو-وسلو-زېرمه-په-ختمېدو-ده

آوا
  https://www.avapress.com