کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو سږ کال له ۲۲۰ زره راستنیدونکو سره مرسته کړې ده

6 قوس 1401 ساعت 16:20

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په تېر کال کې یې له ۲۲۰ زره ډېرو کډوالو سره چې هېواد ته راستانه شوي، مرسته کړې ده.


آوا: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نن یکشنبه په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي، چې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ راهیسې افغانستان ته له راستانه شویو ۲۲۰ زره کډوالو سره مرسته شوې ده.
 
دغه نړیوال سازمان داسې عکسونه خپاره کړي چې ښيي یو شمېر افغان کډوال له پاکستان سره پر پوله مرستې ترلاسه کوي.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ چې یو له مهمو نړیوالو مرستندویه ادارو څخه بلل کېږي، تر دې مخکې هم څو ځلې په هېواد کې د ګډوډ بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.
 


د مطلب کود: 261550

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261550/ملګرو-ملتونو-سږ-کال-له-۲۲۰-زره-راستنیدونکو-سره-مرسته-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com