دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 261556
په چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت له اسلامي امارت سره د تعامل اعلان وکړ
په چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزارت سره د تعامل خبر ورکړی دی. ويل کيږي چې دغه ليدنه د هېواد اتباعو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ترسره شوه.
افغان غږ خبری آژانس: په چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت له حکومت سره خپله اړیکه اعلان کړه.
 
دغه سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزارت سره په اړیکه کې دی ترڅو د افغانانو د ستونزو د حل او د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې کار وکړي.
 
په پراګ کې د افغانستان اوسنی سفیر شهزاد ګل اریوبي دی چې د تېر حکومت له خوا پر دغه مقام ټاکل شوی و.
 
له دې وړاندې د افغانستان یو شمېر نورو سفارتونو چې د افغانستان د تېر حکومت د ډیپلوماټانو تر کنټرول لاندې دي، د اسلامي امارت له حکومت سره اړیکې جوړې کړې دي. په داسې حال کې چې تر اوسه یو شمېر سفارتونو له اماراتو سره له اړیکو ډډه کړې ده.
 
همدا راز په یو شمیر هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه د اسلامي امارت د دیپلوماتانو په واک کې دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ څه باندې یو کال تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد افغان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
 
https://avapress.com/vdcam6nui49nim1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته