کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار په صنعتي پارکونو کې د اور وژنې مرکز فعال شو

7 قوس 1401 ساعت 10:45

د کابل په صنعتي پارک کې د اور د کنټرول او مخنیوي په موخه د اسلامي امارت د پېښو او اور وژنې ادارې مسؤلینو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې سره په همغږۍ په دغه سیمه کې د اور وژنې مرکز فعال کړ.


آوا - کابل: د پیښو د څېړنې او اور وژنې عمومي رئیس حافظ نورالله انصار وویل: په تېرو ۱۶ میاشتو کې په هېواد کې د اور وژنې ۱۸۰۰ پېښې شوي، چې ۷۰۰ یې په کابل ښار کې ثبت شوي، چې پر وخت رسېدنه شوې ده.
 
هغه وویل چې د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه مو پنځه دوه میاشتني کورسونه په لاره اچولي چې له هغې څخه لسګونه مسلکي کسان فارغ او تر څلور زره نورو رضاکارانو ته مو روزلي دي.
 
د هېواد د پېښو او اور وژنې ادارې مشر له خلکو وغوښتل، چې د اور وژنې مسوولينو ته پر وخت خبر ورکړي، څو د اورلګېدنې له امله رامنځته شوي زيانونه کم شي.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت الله جمال هم وویل: اسلامي امارت تل د هیوادوالو د امنیت د تامین په فکر کې دی.
 
هغه وويل، کله چې يو سوداګر يو شرکت جوړوي، خپله ټوله سرمايه هلته لګوي او ويې ويل: زموږ ټول توليدات معياري او لوړ کيفيت لري، دا ذهنیت چې افغاني توليدات بې کيفيته دي، بايد له منځه ولاړ شي.
 
د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار صافي هم وويل: خصوصي سکتور او دولت مسؤليت لري چې په صنعتي پارکونو کې د هېواد د ميليونونو ډالرو سرمايې د سوځولو مخه ونيسي.
 
د افغانستان د شنو صنايعو د اتحاديې مشر عبدالرحيم فيضان په صنعتي پارکونو کې د دغه مرکز د فعالېدو هرکلى وکړ او ويې ويل: په سلو کې ٩٠ صنعتي شرکتونه د اور وژنې سيستم نه لري.
 
ښاغلي فیضان په صنعتي پارکونو کې د اور وژونکي سیسټم فعالول خورا حتمي او اړینه وبلله او د پېښو او اور وژنې ادارې له مسوولینو یې وغوښتل چې د افغانستان په شنو صنعتي پارکونو کې هم د اور وژونکو سیستم فعاله کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د کابل په کوټه سنګي کې د احمدي مارکېټ د اور لګېدنې له امله دوکاندارانو ته ميليونونه ډالره زيان اوښتى و.
 


د مطلب کود: 261564

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261564/د-کابل-ښار-په-صنعتي-پارکونو-کې-اور-وژنې-مرکز-فعال-شو

آوا
  https://www.avapress.com