کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ - سمنګان پر لاره په ترافیکي پېښه کې ۷ تنه مړه او ټپیان شوي

7 قوس 1401 ساعت 13:19

د سمنګان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په صیادخلم ولسوالۍ کې د کرولا ټریلري موټر د ټکر له امله ۳ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.


آوا - مزارشریف: د سمنګان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره ورځ ماسپښین ۳:۰۰ بجې رامنځته شوې ده.
 
د چارواكو په وينا، دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه، چې يو كرولا له مزارشريف څخه د بغلان ولايت پر لور روان و، چې د خلم ولسوالۍ په صياد سيمه كې له يوه ټېلر ډوله موټر سره ټکر شو او په پايله كې يې دواړو موټرو ته اور ولګېد.
 
د دغې پېښې ټول قربانيان نارينه دي او ټپيان د درملنې په موخه مزارشريف ته لېږدول شوي دي.
 
په همدې حال کې په مزارشريف کې دولتي سرچينې وايي چې په دې پيښه کې ټپيان سخت سوځيدلي دي.
 
په همدې حال کې په تېرو دوو اوونيو کې د هېواد شمال د ګڼو ترافيکي پېښو شاهد دى چې په ترڅ کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
پرون ماښام په فارياب کې د يوې بلې ترافيکي پيښې له امله ١٤ تنه مړه او ټپيان شول.
 


د مطلب کود: 261572

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261572/د-بلخ-سمنګان-پر-لاره-په-ترافیکي-پېښه-کې-۷-تنه-مړه-او-ټپیان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com