دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 261573
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي
ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله حنا رباني کهر به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله حنا رباني کهر به ډېر ژر افغانستان ته په یوه رسمي سفر راشي.
 
کابل ته د مېرمن کهر د سفر موخه په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت څېړل دي.
 
افغانستان ته د هغه د سفر کره وخت لا نه دی ټاکل شوی.
 
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې مېرمن کهر تر دې مخکې د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو د خلاصون غوښتنه کړې وه.
 
هغه وویل، د افغانستان د کنګل شویو پیسو خلاصېدل د هېواد اقتصاد ښه ساتلی شي او د بشري ناورین وضعیت ښه کولی شي.
 
https://avapress.com/vdcjave8tuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته