کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېر کال کې ۱۳۳ زره نورې کورنۍ هم بې ځایه شوې دي

7 قوس 1401 ساعت 14:28

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په تېر کال کې دغه وزارت ۱۳۳ زره هغه کورنۍ ثبت کړي، چې د طبیعي پېښو له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوي او دغه وزارت وخت پر وخت له مرستندویه ادارو سره په همغږۍ له بې ځایه شویو سره مرستې کوي.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقانی، آوا ته وویل: په ټول هیواد کې شاوخوا درې میلیونه بې ځایه شوی دی چې د دغه وزارت په هڅو سره ۱۷۷ زره بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي
 
ده وویل چې له ۳ میلیونو بې ځایه شویو کورنیو څخه یو میلیون یې د کډوالو چارو وزارت له خوا له مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ مرستې ترلاسه کړې دي.
 
هغه زياته کړه، چې په تېر کال کې په هېواد کې د طبيعي پېښو له امله بې ځايه شوې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
 
حقاني وويل، ملي او نړيوالو بنسټونو په تېره بيا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د IUM موسسې په تېر کال کې له کورنيو بېځايه شويو سره له دغه وزارت سره مرسته کړې ده.
 
حقاني په دوام وويل هغه کسان چې په وروستيو طبيعي پيښو کې يې کورونه له لاسه ورکړي دي د خپلو کورونو د ترميمولو لپاره دې له دغه وزارت څخه مرسته ترلاسه کړي.
 
هغه زیاته کړه، د سړې موسم له رارسېدو سره دغه وزارت له داخلي بې ځایه شویو سره د مرستې په موخه یوه ارزونه پیل کړې، چې پر بنسټ به یې د دوی ټولې اړتیاوې معلومې شي او بیا به ورسره لازمې مرستې وشي.
 
د حقاني په وينا، دغه وزارت هڅه کوي، چې د ژمي په موسم کې له بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو او جامو مرسته وکړي.
 
په همدې حال کې د ټولنیزو چارو کارپوه احمد ضیا نیکبین وايي، طبیعي پېښې، قومي ستونزې، جګړې او بې وزلي د دې لامل کېږي چې کورنۍ له یوه ځای څخه بل ځای ته کډه شي.
 
د هغه په ​​وينا، د کورنيو بېځايه کېدل د کورنيو او ټولنې پر روحيه منفي اغېز کوي او د بېوزلۍ لامل کېږي.
 
هغه وويل، حکومت دنده لري چې د داخلي بې ځايه شويو خلکو ستونزې هوارې او ورسره لازمې مرستې وکړي.
 
محمد زمان چې څه موده وړاندې د خپل کور د نړېدو له امله له ميدان وردګو ولايت څخه کابل ته راغلى و، وايي چې تر اوسه يې له کومې موسسې مرسته نه ده ترلاسه کړې او له دولت څخه غوښتنه کوي چې ورته د کار زمينه برابره او مرسته ورسره وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې وروستيو طبيعي پېښو په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمېر خلکو ته ځاني زيانونه اړولي، چې له امله يې زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
 


د مطلب کود: 261583

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261583/په-تېر-کال-کې-۱۳۳-زره-نورې-کورنۍ-هم-بې-ځایه-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com