کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت د ۶۰ څخه زیات پوځي الوتکې ترمیم کړې دي

7 قوس 1401 ساعت 14:57

د اسلامي امارت د دفاع وزارت ویاند ویلي دي چې دغه وزارت د ۶۰ څخه زیات پوځي الوتکې ترمیم او چمتو کړي دي


آوا: د اسلامي امارت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، چې وزارت یې تر دې دمه د پخواني افغان پوځ له ۶۰ څخه زیاتې پوځي الوتکې ترمیم او فعالې کړي دي.
 
هغه زياته کړه چې يوه پوځي کارګو الوتکه (AN32) او يوه (AN26) الوتکه  په دې وروستيو کې ترميم شوې ده.
 
د اسلامي امارت د دفاع وزارت ویاند ویلي دي چې د ۶۰ څخه زیات پوځي الوتکې ترمیم کړي دي.
 
د ملي دفاع وزارت د ویاند په وینا، بهرنیو ځواکونو د افغانستان د پخواني پوځ پوځي الوتکې هغه مهال ویجاړې کړې، چې له افغانستانه ووتل.
 
په ورته وخت کې پخوانیو پوځیانو له افغانستان څخه د تېښتې پر مهال یو شمېر پوځي الوتکې بهر ته لېږدولي دي. ویل کیږي چې د افغان پوځ لسګونه پخوانۍ الوتکې په تاجکستان او ازبکستان کې دي.
 
په تېرو دوو لسيزو کې امريکا او د هغې لوېديځو متحدينو د افغانستان پخواني پوځ ته د الوتکو په ګډون په وسلو او پوځي تجهيزاتو سمبال کړي وو. دا تجهیزات د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د اسلامي امارت د ځواکونو لاس ته ورغلل.
 
باید وویل شي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د پخواني پوځ یو شمېر پیلوټان ​​او تخنیکي کارکوونکي بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي او د پوځي الوتکو په ترمیمولو سره یې د هېواد هوايي ځواکونه فعال کړل.
 


د مطلب کود: 261585

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261585/اسلامي-امارت-د-۶۰-څخه-زیات-پوځي-الوتکې-ترمیم-کړې-دي

آوا
  https://www.avapress.com