کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اروپايي ټولنې له سفیر سره د حکومت د سیاسي مرستیال لیدنه/ تر اوسه ۴۱۴ سیاسي شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي

7 قوس 1401 ساعت 15:42

د اسلامي امارت ویاند اعلان کړی چې د موقت حکومت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې له شارژدافیر اغلې رفایله ایوبیه سره یې وکتل. په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر سرپرست حکومت ټول شموله وباله او ویې ویل چې تر اوسه د پخواني حکومت ۴۱۴ سیاسي شخصیتونه افغانستان ته راستانه شوي دي.


آوا: د اسلامي امارت ویندوی تیره شپه (وږي ۶) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د اروپايي ټولنې له سفیر سره وکتل.
 
د اعلامیې له مخې مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د اروپايي ټولنې له مرستو مننه کوي او له هغوی سره پر مثبتو اړیکو ټینګار کوي.
 
د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال زیاته کړه، د افغانستان خلک د طبیعي پېښو او نورو اقتصادي ستونزو له امله له ستونزو سره مخ دي، نړیواله ټولنه باید له دوی سره مرستو ته دوام ورکړي او اسلامي امارت د ټولو مرستندویه بنسټونو د امنیت او د مرستو د وېش ډاډ ورکوي.
 
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبير وويل: د ښځو حقونه د اسلامي شريعت په چوکاټ کې خوندي دي؛ هغوى په بېلابېلو برخو کې په خپلو دندو بوختې دي، دولت په عمل کې ټول شموله دى او ځينې رسنۍ په دې اړه ناسم تبليغات کوي. "
 
نوموړي له افغان شخصيتونو سره د تماس کميسون ته په اشارې سره وويل، چې تر دې دمه ٤١٤ کسان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي، عمومي عفوه روانه ده او هرڅوک په ډاډمنه فضا کې ژوند کوي.
 
په اعلامیه کې راغلي: "مولوي عبدالکبیر د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکولسن وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل، له هغو څرګندونو چې د اړیکو د خرابېدو لامل کېږي، باید مخنیوی وشي او موږ ټول باید مسؤل واوسو."
 
په اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیر رافیله ایوبیا له مستحقو کسانو سره د مرستو په رسولو کې د اسلامي امارت او د دې ادارې له مسوولینو د همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل چې موږ به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړو. د افغانستان خلک او دغه بهیر باید سیاسي نه شي.»
 
په دې کتنه کې مېرمن رفېلا له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د ژمي په موسم کې له افغانانو سره مرستې زياتې کړي او ويې ويل چې موږ به دلته پاتې شو او زموږ همکاري به دوام ولري.
 


د مطلب کود: 261589

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261589/د-اروپايي-ټولنې-له-سفیر-سره-حکومت-سیاسي-مرستیال-لیدنه-تر-اوسه-۴۱۴-شخصیتونه-هېواد-ته-راستانه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com