دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۱
د مطلب کود : 261597
په افغانستان کې جنګي جرمونه؛ استرالیا د خپلو قوماندانانو څخه مډالونه بیرته واخیستل
د استرالیا د دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د هغو پوځي قوماندانانو له خوا ورکړل شوي مډالونه چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې، د جنګي جرمونو او د ملکي وګړو د وژلو په خاطر بېرته واخیستل شي.
افغان غږ خبری آژانس: د استرالیا کینبرا ټایمز ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (قوس ۷) د دغه هیواد د دفاع وزیر ریچارډ مارلز له قوله خبر ورکړی چې د «ناوړه» راپور د موندنو پر بنسټ چې بریټانوی رسنیو خپور کړی دی. په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو له خوا ترسره شوي جنګي جنایتونه خپاره شوي؛ هغو کسانو ته ورکړل شوي مډالونه چې په افغانستان کې د قوماندې په پوستونو کې وو، بیرته اخیستل کیږي.
 
د استرالیا د دفاع وزیر په افغانستان کې د جنګي جنایتونو تورونه یو «ملي شرم» بللی او ویلي یې دي چې د پوځي قومندانانو د مډالونو د ترلاسه کولو لپاره باید له دوی سره خبرې وشي.
 
هغه په ​​افغانستان کې د استرالیا د پوځ د فعالیت په اړه خپرو شویو راپورونو ته په اشارې سره وویل: دا یو بنسټیز راپور دی او باید په پوره درناوي ورسره چلند وشي.
 
د "بریټون" رسنیو موندنې ښيي چې یو شمېر استرالیايي پوځیانو چې د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، ۳۹ ملکیان او بندیان په ناحقه وژلي او له دوو نورو سره یې له تاوتریخوالي ډک چلند کړی دی.
 
د استرالیا له هغو سرتیرو څخه چې په افغانستان کې یې خدمت کړی د مډال د ایستلو خبر په داسې حال کې خپریږي چې څه موده وړاندې په افغانستان کې د استرالیا او بریتانوي سرتیرو له خوا د ترسره شویو جنګي جنایتونو مستند راپورونه خپاره شول.
 
https://avapress.com/vdcf1yd0ew6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته