کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حیرتان بندر ته د سیاحتي لیدنو زیاتوالی

7 قوس 1401 ساعت 16:21

د حيرتان بندر مسؤلين وايي، چې په دې سيمه کې به د کب نيونې موسم په تدريجي ډول د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د زياتوالي شاهد وي.


آوا - مزارشریف: د حیرتان بندر د بلخ ولایت یو له صنعتي او تفریحي ښارګوټو څخه دی، چې د اورګاډي پټلۍ یې د منځنۍ اسیا هېوادونه سره نښلوي او په ګاونډ کې د امو سیند ته څېرمه موقعیت لري او هره ورځ د لسګونو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د راتګ شاهد دی.
 
د حیرتان بندري ښارګوټي د ادارې مشر قاري خلیل الله وویل چې د اسلامي امارت د نظام په رامنځته کیدو سره د هیواد ټولو خلکو ته د امنیت او سولې زمینه برابره شوې او سیلانیان کولای شي چې د دغه بندر له لیدو کتو څخه خوند واخلي.
 
د هغه په ​​وينا، د ژمي په يخنۍ کې د اقليمي شرايطو په تېرېدو سره د کب نيولو موسم په تدريجي ډول د زياتېدو شاهد دى.
 
د حیرتان بندر مسؤل وويل: په دغه ښکلي سياحتي ځاى کې د سيلانيانو شمير د هرې ورځې په تيريدو سره زياتيږي او هره ورځ په منځني ډول د سيلانيانو شمير لسګونو تنو ته رسيږي.
 
دغه دولتي چارواکي څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د هېواد ملي سوداګر د حیرتان په سیاحتي برخو کې پانګونه وکړي او اوس دغه ښارګوټی د پرمختګ په حال کې دی.
 
د فارياب ولايت اوسېدونکى او د بلخ پوهنتون محصل سيد اغا پارسا چې د سمستر د ازموينې له وروستۍ ورځې وروسته د کب نيونې لپاره حیرتان ته تللى، وويل چې د امو سیند طبيعي منظرې او خوندورې اوبه هر څوک د دې ځاى ليدو رابولي.
 
د کابل ښار یو اوسېدونکی سید نعیم وايي: موږ غوښتل دغه سوداګریز ښارګوټي ته له نژدې لیدنه وکړو او له خوندورو ماهیانو څخه خوند واخلو، چې له اوږده مزل وروسته حيرتان ته د رسېدو ارزښت لري.
 
حشمت الله چې د بلخ ولایت د شولګر ولسوالۍ اوسیدونکی او د هرات د بندري ښار یو تن ګرځندوی دی چې له خپلو ملګرو سره دغه سیاحتي ځای ته د تفریح ​​په موخه راغلی و، د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه غوښتنه کوي چې د تفریحي ځایونو جوړولو ته پاملرنه وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د خوش تپې د اوبو د کانال د استخراج کار له حیرتان بندر څخه په څو کیلومترۍ کې او د اورګاډي د پټلۍ تر څنګ روان دی چې په نږدې راتلونکي کې به د حیرتان او د اوبو د کانال تر منځ سیمه په یوه غوره او ستر تفریح ​​بدله کړي.
 


د مطلب کود: 261599

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261599/د-حیرتان-بندر-ته-سیاحتي-لیدنو-زیاتوالی

آوا
  https://www.avapress.com