دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۴۹
د مطلب کود : 261602
د ورېښمو لارې پرانستلو ته د اسلامي امارت د چمتووالي اعلان
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د دغه وزارت د مشر په حواله په یوه ټویټ کې ویلي چې افغانستان د ورېښمو د تاریخي لارې په توګه د واخان دهلېز پرانېستلو ته چمتو دی او د چین له حکومت څخه غوښتل شوي چې دغه بهیر چټک کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن یکشنبه (قوس ۷) د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي له خولې ویلي، چې د ورېښمو لار یا د ورېښمو تاریخي دهلیز سړک کولای شي د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي او د مالونو د ترانزیت لپاره یوه خوندي لار شي.
 
ښاغلي عزیزي وویل چې اسلامي امارت د دغه لار د پرانستلو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او د چین د ولسي جمهوریت له چارواکو یې هم غوښتي چې دغه بهیر چټک کړي.
 
دغه تاريخي لار د پېړيو مخکي او تر ننني پېړيو پوري يوه له مهمو تجارتي لارو څخه ده چي له چين څخه مرکزي او لويديځ اسيا ته تلله او په پای کي په اروپا او افريقا کي پای ته ورسېده.
 
د کارپوهانو په اند، د عصري سړکونو او اورګاډي پټلۍ په جوړولو سره د دې تاریخي سړک د بیا ژوندي کولو او د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د سوداګرۍ اسانتیا ممکنه ده
https://avapress.com/vdccxsqii2bqee8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته