دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 261604
د هیواد په لویدیځ کې ۶۰۰ ماشومان د ویني د سرطان په ناروغۍ اخته دي
د هرات ولایت روغتیايي چارواکي وايي، یوازې د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې ۶۰۰ ماشومان د ویني په سرطان اخته دي او د درملنې لپاره مناسب ځای نه ‎لري.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د دوشنبې په ورځ د قوس د میاشتې په ۷ مه په هرات کې د ماشومانو د ویني سرطان د لومړنی ځانګړي روغتون د بنسټ ډبره د دغه ولایت د سوداګرو او سیمه ییزو چارواکو په حضور کې کېښودل شوه.
 
د هرات د حوزوي روغتون د ماشومانو د ویني سرطان د څانګې مشر ډاکټر آصف رحماني وايي: له درېیو کلونو راهیسې د هرات ولایت په روغتون کې د سرطان ناروغۍ د ثبت او راجستر څانګه پرانیستل شوې چې تر اوسه څه باندې اته زره تنه د سرطان ناروغي په بیلابیل ډولونو اخته شوي دي.
 
ده زياته کړه: په بېلابېلو سرطانونو د اخته کسانو شمېر هر کال تر درې سلنې زياتوالى ښيي او ډېرى هغه ماشومان چې عمرونه يې تر ١٥ کلونو کم دي، د ویني په سرطان اخته کېږي.
 
هغه زیاته کړه: "یوازې د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې ۶۰۰ ماشومان د ویني په سرطان اخته دي او د درملنې لپاره مناسب ځای نشته."
 
رحماني وويل: هغه څه چې اوس د دغو ماشومانو لپاره ترسره کيږي يوازې په يوه ثبت او وينه اخيستلو پورې محدود دي.
 
د هرات د حوزوي روغتون د ماشومانو د ویني سرطان د څانګې مشر هیله څرګنده کړه: د دغه روغتون په جوړیدو سره به د کورنیو اړتیا نه وي چې خپل ماشومان د درملنې لپاره بهر ته ولیږدوي.
 
ده زياته کړه: چې دغه روغتون د وينې د سرطان او د هډوکو د انتقال په دوو څانګو کې فعاليت وکړي. دا پدې مانا ده چې په کورنۍ کې یو روغ کس د وینې په سرطان اخته کس سره مرسته وکړي، ترڅو ناروغ روغ شي.
 
په همدې حال کې دهرات ولايت دعامې روغتيا مرستيال محمد آصف کبير وايي : دغه روغتون په پام کې ده چې په دريو پوړونو کې جوړ شي او په دغه روغتون کې د ليوکيميا د ماشومانو د درملنې لپاره جدي او لازمه اړتيا ده .
 
د هغه په ​​وينا، د دغه روغتون د جوړېدو لګښت د کورنيو سوداګرو او په بهر کې د مېشتو يو شمېر ښو افغانانو په همکارۍ ورکول کېږي.
 
ده څرګنده کړه چې د دغه روغتون د بنسټيزو تاسيساتو بشپړول د مرستندويانو په مرستو پورې اړه لري.
 
کبير ټينګار وکړ: د دغه روغتون د ودانۍ له بشپړيدو وروسته به د عامې روغتيا وزارت دغه روغتون په بودجه کې شامل کړي.
 
له بلې خوا د هرات د صنايعو او کانونو د خونې مسوول حميدالله خادم چې په دې پروګرام کې يې شتون درلود وويل: د دغه کان د جوړولو لپاره له سوداګرو څخه د مرستې راټولولو په لومړۍ ورځ يو نيم ميليون افغانۍ پيسې راټولې شوې.
 
ده زیاته کړه: د دغه روغتون د جوړولو لپاره به د «د لاس په لاس خیریه موسسې» له خوا په بهر کې میشتو افغانانو څخه «۵۰ زره ډالره» نورې پیسې هم راټولې شي.
 
د ډاکټرانو په وینا، ویني سرطان یو ډول ناروغي ده چې تر ډېره په میراثي ډول ده او د دغه روغتون په جوړېدو سره به د ویني سرطان د ماشومانو ډېرې ستونزې هوارې شي.
 
https://avapress.com/vdce7z8wejh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته