کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستاني طالبانو د حکومت پر ضد د جګړې امر کړی

8 قوس 1401 ساعت 13:24

پاکستاني طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان د حکومت له خوا د اوربند په سرغړونې نیوکه کړې ده او خپلو وسله والو ته امر کړی چې په پاکستان کې د حکومت پر ضد خپل عملیات پیل کړي.


آوا: پاکستاني طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له خپلو جنګیالیو څخه په رسمي توګه غوښتي چې د دولتي ځواکونو پر ضد عملیات بیا پیل کړي.
 
تحریک طالبان پاکستان اعلان کړي: له هغه وخته چې په مختلفو سیمو کښې د مجاهدینو خلاف پوځي عملیات دوام لري نو پکار ده چې په هرځای کښې چې امکان ولري عملیاتونه ترسره کړئ.
 
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د پاکستان د پوځي ادارو له خوا د خیبر پښتونخوا په بنو لکي مروت سیمه کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د پاکستان د پوځي ادارو له خوا بریدونه وشول.
 
تحریک طالبان پاکستان ویلي چې د دې ډلې د صبر کاسه ډکه شوې ده.
 
د دې ډلې د څرګندونو له مخې، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو له اوربند وروسته خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او اوس یې ځوابي بریدونه پیل کړي دي.
 
پاکستاني طالبانو او د پاکستان حکومت د جون په میاشت کې د اسلامي امارت په منځګړیتوب په یوه نا اعلان شوي اوربند موافقه وکړه، خو اوس ولیدل کیږي چې دغه مذاکرات ناکام شوي او اوربند هم مات شوی دی.
 


د مطلب کود: 261621

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261621/پاکستاني-طالبانو-د-حکومت-پر-ضد-جګړې-امر-کړی

آوا
  https://www.avapress.com