کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات امنیتي غونډه؛ په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه تاجکستان اندیښنه څرګنده کړه

8 قوس 1401 ساعت 13:28

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د هرات د لسمې امنیتي غونډې په ترڅ کې د «ټول شموله سیاسي نظام» په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.


آوا: د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فرهاد سلیم نن (سه شنبه، قوس ۸) د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه ښار کې د هرات په امنیتي غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
 
هغه وويل: "موږ په افغانستان کې د تروريستي سازمانونو د فعاليت د زياتوالي په اړه اندېښمن يو."
 
د تاجکستان د حکومت دغه چارواکي په دغه هیواد کې د دوامداره شخړو د پای ته رسولو لپاره په افغانستان کې د یوه ټول شموله سیاسي نظام پر رامنځ ته کیدو ټینګار کړی دی.
 
د هرات لسمه امنیتي غونډه د لومړي ځل لپاره له افغانستانه بهر د اروپا، اسیا او امریکا د شاوخوا ۲۰۰ استازو په ګډون جوړېږي.
 


د مطلب کود: 261622

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261622/د-هرات-امنیتي-غونډه-په-افغانستان-کې-ترهګرو-ډلو-فعالیتونو-اړه-تاجکستان-اندیښنه-څرګنده-کړه

آوا
  https://www.avapress.com