کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات امنیتي غونډې ته د قزاقستان د چمتووالي اعلان؛ د اسلامي امارت د استازو د شتون امکان پياوړی شو

8 قوس 1401 ساعت 13:32

په افغانستان کې د قزاقستان پخواني سفیر د هرات په امنیتي غونډه کې چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړېږي، د وینا پر مهال د افغانانو په حضور کې د راتلونکې غونډې کوربه توب ته د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړ.


آوا: په کابل کې د قزاقستان پخوانی سفیر عمرتای بیتیموف چې د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې یې د هرات د امنیتی غونډې کې خبرې کولې، اعلان وکړ چې دغه غونډه په نږدې راتلونکي کې به جوړه شی.
 
د هغه په ​​وينا، په دې غونډه کې به د افغانانو، د سيمې د هېوادونو د استازو او د نړۍ د لويو قدرتونو په ګډون د افغانستان وضعيت وڅېړل شي.
 
تر اوسه د دې غونډې دقیق وخت نه دی ټاکل شوی.
 
د هرات د امنیتي غونډې دویمه غونډه په تاجکستان کې جوړیږي. په دې غونډه کې د بېلا بېلو هېوادونو څه باندې ۲۰۰ استازو ګډون کړی دی.
 


د مطلب کود: 261623

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261623/د-هرات-امنیتي-غونډې-ته-قزاقستان-چمتووالي-اعلان-اسلامي-امارت-استازو-شتون-امکان-پياوړی-شو

آوا
  https://www.avapress.com