کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حنا رباني کهر کابل ته راورسېد

8 قوس 1401 ساعت 13:37

د پاکستان د کابینې د بهرنیو چارو وزیرحنا رباني کهر نن سهار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو په موخه کابل ته راغله.


آوا - د اسلامی امارت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل، د سه شنبې په ورځ (قوس ۸) یو ټویټ خپور کړی او لیکلي یې دي چې د حنا رباني کهر په مشرۍ یو پاکستاني پلاوی د دغه هېواد نن سهار کابل ته راورسېد.
 
ویل شوي چې دغه پاکستانی چارواکی د اسلامي امارت له چارواکو سره لیدنې ته ځي.
 
رباني کهر د پاکستان تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې په دغه هېواد کې د عمران خان له واکه تر لېرې کېدو وروسته کابل ته راغلی دی.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر پاکستاني چارواکو د اسلامي امارت له سیاستونو ناخوښي څرګنده کړې ده.
 
دغه هېواد پر افغانستان تور پورې کوي چې د پاکستاني طالبانو غړو ته پناه ورکوي او پر پاکستاني پوځیانو د بریدونو د عاملینو مخه نه نیسي.
 
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي شخړې زياتې شوې دي.
 


د مطلب کود: 261625

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261625/حنا-رباني-کهر-کابل-ته-راورسېد

آوا
  https://www.avapress.com