دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 261625
حنا رباني کهر کابل ته راورسېد
د پاکستان د کابینې د بهرنیو چارو وزیرحنا رباني کهر نن سهار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو په موخه کابل ته راغله.
افغان غږ خبری آژانس - د اسلامی امارت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل، د سه شنبې په ورځ (قوس ۸) یو ټویټ خپور کړی او لیکلي یې دي چې د حنا رباني کهر په مشرۍ یو پاکستاني پلاوی د دغه هېواد نن سهار کابل ته راورسېد.
 
ویل شوي چې دغه پاکستانی چارواکی د اسلامي امارت له چارواکو سره لیدنې ته ځي.
 
رباني کهر د پاکستان تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې په دغه هېواد کې د عمران خان له واکه تر لېرې کېدو وروسته کابل ته راغلی دی.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر پاکستاني چارواکو د اسلامي امارت له سیاستونو ناخوښي څرګنده کړې ده.
 
دغه هېواد پر افغانستان تور پورې کوي چې د پاکستاني طالبانو غړو ته پناه ورکوي او پر پاکستاني پوځیانو د بریدونو د عاملینو مخه نه نیسي.
 
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي شخړې زياتې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdchiznim23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته