کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د شیعه ګانو عالي شورا پلاوي له ذبیح الله مجاهد سره وکتل

8 قوس 1401 ساعت 14:21

د شیعه ګانو عالي کمیسیون پلاوي د اسلامي امارت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې وکتل او د هیواد پر روانو حالاتو یې خبرې وکړې.


آوا - کابل: د حکومت د رسنیو مرکز مشر انعام الله سمنګاني په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې ذبیح الله مجاهد د افغانستان د شیعه ګانو د عالي کمیسیون له مشرتابه پلاوي سره وکتل.
 
د هغه په ​​وينا، په دې کتنه کې د شيعه ګانو د عالي کميسون د هلو ځلو د ستاينې ترڅنګ، د بېلابېلو ټولنيزو او سياسي امنيتي مسايلو په اړه بحث او د نظريو تبادله وشوه او له شته ننګونو او ستونزو سره د مقابلې په اړه خبرې وشوې.
 


د مطلب کود: 261629

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261629/د-شیعه-ګانو-عالي-شورا-پلاوي-له-ذبیح-الله-مجاهد-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com