دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 261629
د شیعه ګانو عالي شورا پلاوي له ذبیح الله مجاهد سره وکتل
د شیعه ګانو عالي کمیسیون پلاوي د اسلامي امارت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې وکتل او د هیواد پر روانو حالاتو یې خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د حکومت د رسنیو مرکز مشر انعام الله سمنګاني په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې ذبیح الله مجاهد د افغانستان د شیعه ګانو د عالي کمیسیون له مشرتابه پلاوي سره وکتل.
 
د هغه په ​​وينا، په دې کتنه کې د شيعه ګانو د عالي کميسون د هلو ځلو د ستاينې ترڅنګ، د بېلابېلو ټولنيزو او سياسي امنيتي مسايلو په اړه بحث او د نظريو تبادله وشوه او له شته ننګونو او ستونزو سره د مقابلې په اړه خبرې وشوې.
 
https://avapress.com/vdcb58b59rhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته