دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 261631
د ۴۰ میلیونو ډالرو یوه بله مرسته هم کابل ته راورسېده
د افغانستان مرکزي بانک وايي چې د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو په دوام نن (سه شنبه، قوس ۸ ) د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د بشري مرستو یوه بسته کابل ته راورسېده او د کابل په یوه سوداګریز بانک کې زیرمه شوه.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان مرکزی بانک وایی چې نن سه شنبه (قوس ۸) هیواد ته د ۴۰ میلیونو ډالرو نغدی بسته راورسیده.
 
د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، دغه مرستې له افغانستان سره د بشري مرستو د یوې برخې په توګه د کابل په یوه سوداګریز بانک کې شوې دي.
 
تر دې دمه د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۸ کڅوړې او د ۳۲ میلیونو ډالرو په ارزښت له ۳۰ زیاتې کڅوړې افغانستان ته رسېدلي دي.
 
د مرکزي بانک د شمېرو له مخې، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو مجموعي اندازه څه باندې یو میلیارد او ۶۷۳ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
 
تر اوسه د دغو مرستو د کارولو په اړه معلومات نشته او دا چې تر اوسه یې څومره کارول شوي دي هم روښانه نه ده.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، دغه مرستې په سوداګریز بانک کې زیرمه شوي او اسلامي امارت ته نه رسیږي.
 
https://avapress.com/vdcexz8wzjh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته