دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 261652
په کندز کې له پوځي - مسلکي روزنیزو کورسونو څخه ۴۵۰ امنیتي ځواکونه فراغت شول
د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د شمال ختیځ زون د څلورو ولایتونو ۴۵۰ تنه سرتیري له ۶ اونیو پوځي، مسلکي او نظامی زده کړو وروسته د دغه ولایت د پولیسو له اکاډمۍ څخه فارغ شول.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: روزل شوي ځواکونه د کندز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو د پولیسو افسران دي چې پرون (دوشنبه، قوس ۸) په کندز کې د شمال ختیځ زون له روزنیز اکاډمۍ څخه فارغ شول.
 
د کندز د پولیسو ویاند عبیدالله عبیدي افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دغو ځواکونو د شپږو اونیو په ترڅ کې پوځي، مسلکي، عملیاتي او نظامی زده کړې ترلاسه کړي دي.
 
هغه زياته کړه، چې دغه ځواکونه له تقاعد وروسته خپلو ولايتونو ته ځي او له هغه څه ګټه اخلي، چې روزل شوي دي.
 
د کندز د پولیسو د ویاند په وینا، دا د کندز د پولیسو له اکاډمۍ څخه د امنیتي ځواکونو د فراغت دریمه دوره ده او ټاکل شوې چې د شمال ختیځ زون ټولو پولیسو ته مسلکي زده کړې ورکړي.
 
په همدې حال کې د کندز د پولیسو د روزنیز اکاډمۍ په وروستیو دوو دورو کې ۹۱۲ تنو پوځي، مسلکي او دیني زده کړې ترلاسه کړي دي.
https://avapress.com/vdchmznii23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته