دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود : 261673
د هوايي پولو له لارې د ډالرو د قاچاق په مخنیوي کې د اسلامي امارت بریا
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت بهر ته د ډالرو د قاچاق د کموالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د هوايي ډګرونو له لارې بهر ته د ډالرو قاچاق نږدې صفر ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي، د هوايي ډګرونو له لارې د ډالرو قاچاق نږدې صفر ته رسېدلی او د اسعارو قاچاق د پخوا په پرتله کم شوی دی.
 
احمدي زياته کړه، چې هېڅوک نه شي کولاى له پنځو زرو څخه زيات ډالر بهر ته ولېږدوي او له اکتوبر مياشتې راهيسې تر څلوېښتو زرو ډېر ډالر مسترد شوي دي.
 
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند څرګنده کړه: "که دوی یو کس یا کورنۍ وي، د پنځه زره ډالرو د انتقال حق لري او بیا هم کولای شي تر ۲۰۰ ګرامو پورې سره زر انتقال کړي."
 
په ورته وخت کې د کابل د سرای شهزاده د تبادلې د اتحادیې ویاند عبدالرحمن ځیرک له افغانستانه بهر ته د ډالرو د قاچاق په اړه اندېښمن دی او وايي چې اوس هم ډالر د ځمکنیو لارو ایران او پاکستان ته قاچاق کېږي.
 
د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د اتحادیې ویاند زیاته کړه:«زموږ د هېواد ډېر ډالر ایران، پاکستان او ګاونډیو هېوادونو ته ځي. دا ډالر د تجارت او قاچاق په نوم دواړه کارول کیږي.
 
هغه خلک چې په اقتصادي مسایلو پوهېږي په دې باور دي چې بهر ته د ډالرو قاچاق په هېواد کې د بهرنیو اسعارو د زېرمو د کمېدو او بالاخره د افغانۍ پر وړاندې د بهرنیو اسعارو د بیې د لوړېدو لامل کېږي.
 
افغانستان د اړتیا وړ ډېر توکي له بهر څخه واردوي او ډېری دغه توکي په ډالرو پېري، چې د اقتصادي کارپوهانو په وینا له افغانستان څخه د ډالرو وتل د هېواد اقتصاد ته زیان رسوي.
https://avapress.com/vdca06nue49nii1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته