افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سمنګان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، چاودنه نن چهارشنبه د لقوس په ۹ مه د «الجهادی» په نوم په یوه دیني مدرسه کې د ماسپښین د لمانځه پر مهال شوې ده.
د دوی په خبره، د دې پېښې ټول قربانیان د دغه دیني مدرسې زده کوونکي او کم عمره ماشومان دي.
چارواکو زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د ۱۵ کسانو وژل کېدل تایید شوي، خو د ټپیانو کره شمېره تر اوسه نه ده اعلان شوې، خو عیني شاهدانو د ۲۰ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د دوى په وينا، ټپيان د سمنګان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
يو شمېر سرچينې د دې چاودنې لامل ځانمرګى بريد بولي او ځينې نورې سرچينې بيا وايي، چې د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.
په همدې حال کې د سمنګان د پولیسو ویاند منیر رحیمي له
افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې چاودنه تایید کړه، خو ویې ویل چې د پېښې کره جزیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.