کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سمنګان په «الجهادي» ښوونځي کې چاودنې ۳۵ تنه وژلي او ټپیان کړي دي

9 قوس 1401 ساعت 16:03

د سمنګان ولایت سیمه ییزو چارواکو د ایبک ښار په یوه ښوونځي کې د لمونځ کوونکو په منځ کې د چاودنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډېر ټپیان شوي دي.


آوا - مزارشریف: د سمنګان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، چاودنه نن چهارشنبه د لقوس په ۹ مه د «الجهادی» په نوم په یوه دیني مدرسه کې د ماسپښین د لمانځه پر مهال شوې ده.

 
د دوی په خبره، د دې پېښې ټول قربانیان د دغه دیني مدرسې زده کوونکي او کم عمره ماشومان دي.
 
چارواکو زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د ۱۵ کسانو وژل کېدل تایید شوي، خو د ټپیانو کره شمېره تر اوسه نه ده اعلان شوې، خو عیني شاهدانو د ۲۰ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
 
د دوى په وينا، ټپيان د سمنګان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
يو شمېر سرچينې د دې چاودنې لامل ځانمرګى بريد بولي او ځينې نورې سرچينې بيا وايي، چې د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.
 
په همدې حال کې د سمنګان د پولیسو ویاند منیر رحیمي له آوا سره په خبرو کې چاودنه تایید کړه، خو ویې ویل چې د پېښې کره جزیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.


د مطلب کود: 261674

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261674/د-سمنګان-په-الجهادي-ښوونځي-کې-چاودنې-۳۵-تنه-وژلي-او-ټپیان-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com