دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 261674
د سمنګان په «الجهادي» ښوونځي کې چاودنې ۳۵ تنه وژلي او ټپیان کړي دي
د سمنګان ولایت سیمه ییزو چارواکو د ایبک ښار په یوه ښوونځي کې د لمونځ کوونکو په منځ کې د چاودنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډېر ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سمنګان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، چاودنه نن چهارشنبه د لقوس په ۹ مه د «الجهادی» په نوم په یوه دیني مدرسه کې د ماسپښین د لمانځه پر مهال شوې ده.
 
د دوی په خبره، د دې پېښې ټول قربانیان د دغه دیني مدرسې زده کوونکي او کم عمره ماشومان دي.
 
چارواکو زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د ۱۵ کسانو وژل کېدل تایید شوي، خو د ټپیانو کره شمېره تر اوسه نه ده اعلان شوې، خو عیني شاهدانو د ۲۰ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
 
د دوى په وينا، ټپيان د سمنګان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
يو شمېر سرچينې د دې چاودنې لامل ځانمرګى بريد بولي او ځينې نورې سرچينې بيا وايي، چې د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.
 
په همدې حال کې د سمنګان د پولیسو ویاند منیر رحیمي له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې چاودنه تایید کړه، خو ویې ویل چې د پېښې کره جزیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.
https://avapress.com/vdcbz8b5arhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته