کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شیخ محمد قاسم خالد د کابل د والي په توګه وټاکل شو

9 قوس 1401 ساعت 16:11

د اسلامي امارت ویاند وايي چې د ملا هبت الله اخندزاده د نوي فرمان پر اساس د سرحدونو او قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی مرستیال شیخ محمد قاسم خالد د کابل ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي دي چې د امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده په حکم د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت پخوانی مرستیال شیخ محمد قاسم خالد، د کابل ولایت د والي په توګه وټاکل شو.
 

نوموړي دغه راز زياته کړه، چې مولوي ظاهر خان خادم د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستيال وټاکل شو.
 
څه موده وړاندې د هبت الله اخندزاده په حکم د کابل ولایت پخوانی والي ندا محمد ندیم د لوړو زده کړو د وزیر په توګه وټاکل شو.
 
په دې وروستیو کې اسلامي امارت په دولتي ادارو کې ډېر بدلونونه راوستي، چې حبیب الله اغا د پوهنې وزارت سرپرست او نورالله منیر د دارالافتاء د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.


د مطلب کود: 261677

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261677/شیخ-محمد-قاسم-خالد-د-کابل-والي-په-توګه-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com