کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کډوال باید د ایران مرکزي بانک ته د خپل بانکي حساب د بندیدو راپور ورکړي

10 قوس 1401 ساعت 10:01

د ایران د اسلامی جمهوریت د مرکزی بانک عمومی مشر د دغه هیواد د حکومتی پلاوی د غونډې په څنډه کښې او په ایران کښې د مهاجرینو د بانکی حسابونو د بیا بندیدو د خبر په غبرګون کښې څرګنده کړه: اکاونټونه بلاک شوی نه دی او مهاجرین کولی شي، د ایران مرکزي بانک ویب پاڼې ته مراجعه وکړي او راپور ورکړي.


آوا: په تیرو څو ورځو کې په ایران کې د میشتو افغان او پاکستاني مهاجرینو په ګډون یو شمیر بهرنیو اتباعو خبر ورکړی چې بانکي حسابونه یې تړل شوي دي.
 
د ایران د اسلامی جمهوریت د مرکزی بانک مشر علی صالح عبادی د دغه هیواد د حکومتی پلاوی د غونډې په څنډه کښې او د ځوانو ژورنالیستانو له کلب سره په خبرو کښې د ځینو بانکی حسابونو د بندیدو د اعتبار په هکله وویل: په ایران کې میشتو بهرنیو اتباعو وویل: داسې خبرونه خپاره شول چې د ځینو بهرنیو اتباعو بانکي حسابونه تړل شوي دي، دا په هیڅ ډول حقیقت نه دی، دا ډول پریکړه په مرکزي بانک کې نه ده شوې او نه هم څه پیښ شوي دي.
 
علي صالح عبادي له بهرنیانو وغوښتل چې که د دوی بانکي حساب تړل شوی وي، د دې پېښې په اړه دې د مرکزي بانک عامه اړیکو ته خبر ورکړي، څو په دې اړه څېړنې وشي.
 
اوس، هغه بهرني اتباع چې حسابونه یې تړل شوي دي کولی شي د مرکزي بانک ویب پاڼې www.cbi.ir ته مراجعه وکړي یا د ۲۷۰۶-۰۲۱ تلیفون شمیرې ته زنګ ووهي.
 


د مطلب کود: 261690

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261690/کډوال-باید-د-ایران-مرکزي-بانک-ته-خپل-بانکي-حساب-بندیدو-راپور-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com