کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سمنګان د چاودنې د قربانیانو زیاتوالی؛ د ټپیانو حالت ښه دی

10 قوس 1401 ساعت 13:38

د سمنګان ولايت روغتيايي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په مرکز کې د چاودنې د قربانيانو شمېره لوړه شوې ده، چې پر بنسټ يې د مړو شمېر ١٩ او د ټپيانو شمېر ٢٥ ته رسېدلى دى. د ټپيانو روغتيايي حالت ښه بلل شوى دى.


آوا - مزارشریف: پرون ماسپښین مهال د سمنګان ولایت د ایبک ښار د بند روډ په سیمه کې د الجهادي مدرسي پر لمونځ کوونکو باندی چاودنه وشوه.
 
د ځايي سرچينو په وينا، که څه هم تر اوسه د چاودنې لامل سل په سلو کې نه دى معلوم شوى؛ خو یو ویجاړ شوی بکس د پیښې په ځای کې پاتې دی.
 
د سمنګان ولایت امنیتي چارواکو هم آوا ته وویل، چې تر اوسه د دې پېښې عاملین نه دي پېژندل شوي او کشفي ځواکونه یې په اړه پلټنې کوي.
 
په همدې حال کې د سمنګان د ولایتي روغتون رییس سید عثمان حمیدي نن (پنجشنبه، قوس ۱۰) آوا  ته وویل چې د تېرې ورځې له چاودنې وروسته ۱۹ تنه شهیدان او ۲۵ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د مړو جسدونه د دوی کورنیو ته سپارل شوي او ټپیان تر درملنې لاندې دي.
 
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې ډېرى وژل شوي او ټپيان ماشومان دي او د ټپيانو روغتيايي حالت هم ښه دى.
 
د سمنګان د ولايتي روغتون د رييس په وينا، په روغتون کې د ټپيانو د درملنې لپاره ټولې اسانتياوې برابرې دي او د ټپيانو درملنه په ښه توګه روانه ده.
 


د مطلب کود: 261705

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261705/د-سمنګان-چاودنې-قربانیانو-زیاتوالی-ټپیانو-حالت-ښه-دی

آوا
  https://www.avapress.com