دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 261705
د سمنګان د چاودنې د قربانیانو زیاتوالی؛ د ټپیانو حالت ښه دی
د سمنګان ولايت روغتيايي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په مرکز کې د چاودنې د قربانيانو شمېره لوړه شوې ده، چې پر بنسټ يې د مړو شمېر ١٩ او د ټپيانو شمېر ٢٥ ته رسېدلى دى. د ټپيانو روغتيايي حالت ښه بلل شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: پرون ماسپښین مهال د سمنګان ولایت د ایبک ښار د بند روډ په سیمه کې د الجهادي مدرسي پر لمونځ کوونکو باندی چاودنه وشوه.
 
د ځايي سرچينو په وينا، که څه هم تر اوسه د چاودنې لامل سل په سلو کې نه دى معلوم شوى؛ خو یو ویجاړ شوی بکس د پیښې په ځای کې پاتې دی.
 
د سمنګان ولایت امنیتي چارواکو هم افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې تر اوسه د دې پېښې عاملین نه دي پېژندل شوي او کشفي ځواکونه یې په اړه پلټنې کوي.
 
په همدې حال کې د سمنګان د ولایتي روغتون رییس سید عثمان حمیدي نن (پنجشنبه، قوس ۱۰) افغان غږ خبری آژانس  ته وویل چې د تېرې ورځې له چاودنې وروسته ۱۹ تنه شهیدان او ۲۵ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د مړو جسدونه د دوی کورنیو ته سپارل شوي او ټپیان تر درملنې لاندې دي.
 
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې ډېرى وژل شوي او ټپيان ماشومان دي او د ټپيانو روغتيايي حالت هم ښه دى.
 
د سمنګان د ولايتي روغتون د رييس په وينا، په روغتون کې د ټپيانو د درملنې لپاره ټولې اسانتياوې برابرې دي او د ټپيانو درملنه په ښه توګه روانه ده.
 
https://avapress.com/vdcgzq9xnak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته