دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 261706
د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې په پنځوس اوریزه لوبه کې د سریلانکا څخه لوبه بایله
د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې په خپله دریمه پنځوس اوریزه لوبه کې د سریلانکا څخه د ۴ ویکټو په توپیر ماته منله. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي لوبډلې په خپلو تېرو دوو لوبو کې له سریلانکا سره یوه مساوي او یوه بریا خپله کړې وه.
افغان غږ خبری آژانس: د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې په خپله دریمه پنځوس اوریزه لوبه کې د سریلانکا ملي لوبډلې څخه په ۴ ویکټو ماته وخوړه.
 
دغه لوبه پرون ماښام (چهارشنبه، قوس ۹) په سریلانکا کې ترسره شوه چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې په کې بریا ترلاسه کړه.
 
په دې لوبه کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړو لومړی توپ وهنه پیل کړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره د سریلانکا لوبډلې ته د ۳۱۳ منډو هدف وټاکه.
 
په دې لوبه کې د هېواد د ملي لوبډلې لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ په یوازې ځان ۱۶۲ منډې وکړې او د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لپاره نجیب الله ځدراڼ ۷۷ منډې وکړې.
 
د سريلانکا ملي لوبډلې پر وړاندې دغه هدف په ۴۹.۴ اورونو کې پوره کړ.
 
د سریلانکا لپاره چارت ایسلانکا ۸۳ او کوسل منډز ۶۷ منډې وکړې.
 
په دویمه نیمايي کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې توپ اچوونکي راشد خان په ښه توپ اچونه سره د سریلانکا لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول، خو په پای کې د سریلانکا ملي لوبډلې دغه لوبه وګټله.
 
افغانستان او سریلانکا په ګډه درې پنځوس اوریزه لوبې کړي، چې یوه یې افغان ملي لوبډلې وګټله او دویمه لوبه د باران له امله مساوي اعلان شوه.
 
https://avapress.com/vdchvzni-23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته