دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 261719
سره صلیب د افغانستان وضعیت ته د نړیوالې ټولنې په بې غورۍ نیوکه کوي
د سره صليب د نړيوالې کمېټې عملياتي مشر د بېلابېلو مرستندويه بنسټونو له استازو سره د ليدنې پر مهال د افغانستان پر اقتصادي، بشري، زيربنايي او روغتيايي وضعيت خبرې وکړې او ويې ويل، چې نړيوالې ټولنې افغانستان هېر کړى دى.
افغان غږ خبری آژانس: د سره صلیب د نړیوالې کمیټې عملیاتي مشر مارتین شویپ چې په دې وروستیو کې له افغانستان څخه لیدنه کړې، ویلي چې د افغانستان خلک د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پیرودلو توان نه لري او نړیواله ټولنه یې هیره کړې ده.
 
نوموړي د بېلابېلو مرستندويه بنسټونو له استازو سره په کتنه کې د افغانستان پر اقتصادي، بشري، زېربنايي او روغتيايي وضعيت خبرې وکړې.
 
مارتین شویپ زیاته کړه چې افغانستان د نړیوالې ټولنې له خوا هېر شوی دی.
 
په همدې حال کې د سره صليب نړيوالې کمېټې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې يوازې مرستندويه موسسې نه شي کولی د افغانانو ټولې اړتياوې پوره کړي.
 
دې کمیټې ټینګار کړی چې د خوراکي توکو او سون توکو کمښت په چټکۍ سره د افغان ماشومانو په خوارځواکۍ او سینه بغل اخته شوي دي.
 
د سره صليب په راپور کې خبرداری ورکړل شوی، چې دغه حالت ښايي په افغانستان کې د زرګونو ماشومانو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړي.
 
د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، سږ کال په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ پېښې د تېر کال په پرتله ۹۰ سلنه زیاتې شوې دي.
 
دغه سازمان ویلي چې په کابل کې د ماشومانو په یوه روغتون کې چې د دغې موسسې تر چتر لاندې فعالیت کوي، په ۲۰۲۲ کال کې له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو د سینه بغل په درملنه کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
 
بل خوا یو شمېر افغان کورنیو په دغه راپور کې ویلي، چې په راتلونکي ژمي کې د خوراکي توکو له کمښت اندېښمن دي.
 
دوی ویلي دي چې دوی د خوراکي توکو او یا د سونګ موادو د برابرولو تر منځ له ستونزمن انتخاب سره مخامخ دي.
 
https://avapress.com/vdcb88b59rhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته