دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 261734
اسلامي امارت د هیواد له خصوصي سکتور او کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ کوي
د اسلامي امارت مسؤلینو په کابل کې د «امام ابوحنیفه رحمه الله د ملي او نړیوال نندارتون» د پرانیستې په مراسمو کې د خصوصي سکټور او د هېواد د کورنیو تولیداتو په ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې کورني او بهرني پانګوال باید په افغانستان کې پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا د اسلامي امارت د وزارتونو په همکارۍ د «افغانستان بې شمیره خاوره ده» تر سرلیک لاندې د امام ابو حنیفه رحمه الله ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو. د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې د سوداګرو، صنعتکارانو، د نړیوالو سازمانونو د استازو او د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو په حضور کې پرون پنجشنبه (قوس ۱۰) په کابل کې جوړه شوه.
 
د صنايعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي وويل: په دغه نندارتون کې څه دپاسه اووه سوه خصوصي توليدي شرکتونو ګډون کړى دى.
 
ده د دومره ستر او نړيوال نندارتون په ترسره کولو خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه: د نړۍ هېوادونه بايد افغانستان ننګوي.
 
دغه نندارتون به د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز دارچمان کې د اکټوبر له ۱۰مې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې د اوو ورځو لپاره جوړ شي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر یونس مومند وویل: په دغه نندارتون کې د بېلابېلو هېوادونو استازي حضور لري.
 
هغه د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو وغوښتل چې په دغه هیواد کښې د چابهار بندر فعاله کړي څو دغه بندر د سیمې د هیوادونو په اقتصادي وده کښې رول ولوبوي.
 
ده د افغانستان د نړيوال نندارتون د مرکز په جوړولو باندې ١٧ ميليونه ډالره لګولي دي او زياته يې کړه: په تير کال کې بانکي سيستم شتون نه درلود او دا د سوداګرو لپاره ستره اقتصادي ضربه ده.
 
هغه له ګاونډيو هېوادونو وغوښتل چې له افغان سوداګرو سره د اقتصادي اړيکو په پياوړتيا کې همکاري وکړي.
 
ده وویل: اسلامي امارت باید د مالیاتو کمولو ته جدي پاملرنه وکړي.
 
له بلې خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه د دغه نندارتون د پرانیستلو پر مهال وویل: اسلامي امارت ژمن دی چې د سوداګرو لپاره د لوړو مالیاتو په کمولو کې همکاري وکړي.
 
خیرالله خیرخواه دې ته په اشارې سره چې خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره باید له طبیعي منابعو څخه کار واخیستل شي وویل: په سوداګرۍ کې ګټې او لګښتونه شته، خو څوک چې په هېواد کې پانګونه کوي باید احتیاط وکړي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس شیرباز کمین زاده وویل: که موږ غواړو چې اقتصادي خودکفایي ترلاسه کړو او د افغانستان اصلي هویت ترلاسه کړو، باید صنعت ته وده ورکړو.
 
نوموړي له بهر څخه د محصولاتو پر واردولو د نيوکې ترڅنګ وويل، چې هر کال د ٨٠٠ ميليونه ډالرو د چرګانو غوښه واردېږي، چې بايد مخه يې ونيول شي.
 
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور وویل: پانګوال باید د رامنځته شوي امنیت په سیوري کې په هیواد کې پانګونه وکړي.
 
هغه زياته کړه، چې ١٧٨ کورنيو شرکتونو د کانونو او پټروليم له وزارت سره يو هوکړه ليک لاسليک کړى، چې له مخې به يې کوچني کانونه غير افغانانو ته نه ورکول کېږي.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ۸۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زره ټنو پورې کانونه استخراج ته په اشارې سره وویل: د اسلامي امارت په حکومت کې شفافیت شتون لري او د نیمه قیمتي ډبرو کان کیندنه د پانګوالو لپاره غوره فرصت دی.
 
داسلامي امارت د رئیس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وويل: نن ورځ موږ د هيواد کورني توليدات په پرانستې فضا کې نندارې ته وړاندې کوو چې دا مهال د کورنيو او بهرنيو پانګوالو لپاره غوره شرايط لري.
 
نوموړي د دې په څرګندولو سره چې موږ له ټولو کورنیو تولیداتو څخه په کلکه ملاتړ کوو، وویل: اسلامي امارت ټولو هغو ملي سوداګرو ته بلنه ورکوي چې د ځینو اندېښنو له امله له هېواده وتلو ته اړ شوي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 
دا نړیوال نندارتون په داسې حال کې جوړ شوی چې په هیواد کې د اسلامي امارت له بیا تاسیس وروسته د هیوادوالو اقتصادي وضعیت د خرابیدو په حال کې دی او د اسلامي امارت مسؤلین تل د هیواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي ژمنې کوي، خو دا ژمنې لا هم د هېوادوالو په سترګو کې نه دي پوره شوې او نه هم عملي شوې دي.
https://avapress.com/vdcipzar5t1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته