کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امنیت تامین د دولت له دندو څخه دی

11 قوس 1401 ساعت 13:23

د افغانستان د شیعه علماو شورا د سمنګان ولایت په یوه دیني مدرسه کښې د وروستۍ خونړۍ چاودنې په غبرګون کښې د دغې پیښې د غندلو په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې د دیني او ښوونیزو مرکزونو د امنیت تامین د حکومت له دندو څخه دی.


آوا - کابل: د افغانستان د شیعه علماوو سرتاسري شورا د پنجشنبې په ورځ (قوس ۱۰) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سمنګان ولایت په «الجهادي» لېسه کې خونړۍ چاودنه وغندله.

 
په دې خبرپاڼه کې راغلي دي: په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د سمنګانو ولایت د مرکز ایبک ښار په یوه دیني مدرسه کې د چاودنې له امله یو شمېر بې ګناه زده کوونکي شهیدان شوي دي.
د افغانستان د شیعه علماوو شورا په داسې حال کې چې دغه ناوړه جنایت په کلکه غندي، یو ځل بیا ټینګار کوي چې په ټولیزه توګه د امنیت تامین او په ځانګړي ډول د دیني او ښوونیزو مرکزونو د امنیت ټینګول د حکومت له دندو څخه دي او له امنیتي چارواکو څخه هیله لري په دې برخه کې به نور اغېزمن اقدامات وکړي.»
 
د دې بیان په پای کې د شیعه عالمانو شورا د دغې پېښې شهیدانو ته د خدای (ج) له درباره د فردوس جنت، زخمیانو ته د عاجلې روغتیا او ټپیانو کورنیو ته د جمیل صبر دعا کړې ده.
 
د یادولو وړ ده چې د چهارشنبې په ورځ د قیس په ۹ مه د سمنګان ولایت د ایبک ښار د بند روډ په سیمه کې د الجهادي ښوونځي په لمونځ کوونکو د یوې زورورې چاودنې هدف وګرځید.
 
د ځايي سرچينو په وينا، که څه هم تر اوسه د چاودنې لامل سل په سلو کې نه دى معلوم شوى؛ خو یو ویجاړ شوی بکس د پیښې په ځای کې پاتې دی.
 
د سمنګان ولایت امنیتي چارواکو هم آوا ته وویل، چې تر اوسه د دې پېښې عاملین نه دي پېژندل شوي او په اړه یې د کشفي ځواکونو پلټنې روانې دي.
 
په همدې حال کې د سمنګانو د ولایتي روغتون رییس سید عثمان حمیدي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۰» ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې ورځې له چاودنې وروسته ۱۹ تنه شهیدان او ۲۵ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د وژل شویو کسانو جسدونه خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. ټپیان تر درملنې لاندې دي.
 
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې ډېرى وژل شوي او ټپيان ماشومان دي او د ټپيانو روغتيايي حالت هم ښه دى.


د مطلب کود: 261739

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261739/د-امنیت-تامین-دولت-له-دندو-څخه-دی

آوا
  https://www.avapress.com