کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حسینی مزاري:

امنیتي بنسټونه دې د سمنګان ولایت پر الجهادي مدرسي د برید عاملین مجازات کړي

12 قوس 1401 ساعت 11:06

د سمنګان ولایت د مرکز اړوند د «الجهادي» کدرسي د تروریستي پېښې په مناسبت د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز مشر په یوه پیغام کې د دغې پېښې د عاملینو د نیولو او مجازات غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: د حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری د دغه پیغام متن په لاندې ډول دی:
بسم الله الرحمن الرحیم
له بده مرغه یو ځل بیا نړیوال لاسونه د کورنیو تروریستانو د لستونې څخه راووتل او د یوې ترهګریزې چاودنې په ترسره کولو سره یې د سمنګان ولایت په مرکز کې د الجهادي دیني مدرسې د یو شمیر زده کوونکو ژوند واخیست او یو بل جنایت يي د افغانستان د جنايتونو په شمېر کې زيات شو او ډېرې کورنۍ، حتي يو يې ښار او ولس يي غمجن کړ.
زه لومړی د خپل ځان په استازیتوب او بیا د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو د لویو ادارو په استازیتوب دغه غمجنه پېښه په کلکه غندم او د شهیدانو روح ته دعا کوم او د هغوی له کورنیو سره د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هیله لرم. له افغان حکومت او په ځانګړې توګه له امنیتي بنسټونو په جدي توګه غواړم چې په دې پېښه کې ښکېل عاملین ونیول شي او د خپلو اعمالو سزا دې ورکړل شي.
سید عیسی حسینی مزاری
۱۱ قوس ۱۴۰۱ شمسی
د سمنګان ولایت په مرکز کې پر الجهادي دیني مدرسې په برید کې د ځینو شمېرو له مخې ۳۵ تنه شهیدان شوي چې ډېری یې ماشومان دي. دغه راز تر ۳۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
 


د مطلب کود: 261750

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261750/امنیتي-بنسټونه-دې-د-سمنګان-ولایت-پر-الجهادي-مدرسي-برید-عاملین-مجازات-کړي

آوا
  https://www.avapress.com