دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 261753
په کابل کې د پاکستان پر سفارت ناکامه برید او د دغه هېواد د حکومت توند غبرګون
پرون ماسپښین (جمعه، قوس ۱۱) د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې د پاکستان سفارت باندي د یوې ودانۍ څخه د نامعلومو وسله والو له خوا ډزي وشوي. دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيتي ځواکونو دتطبيق په بهير کې ددغې پيښې دڅرنګوالي او ديو شکمن دنيولو خبر ورکړى دى . دې ډزو د پاکستان حکومت منفي غبرګون ښودلی او د دغه برید د جدي پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه ټوېټ کې د برید د جزئیاتو په ورکولو سره لیکلي: د کارته پروان په سیمه کې د پاکستان سفارت مخې ته له یوې ودانۍ څخه ډزې وشوې. د کابل امنیتي ځواکونه په چټکۍ سره سیمې ته ورسیدل او ډزې یې بندې کړې.
هغه زياته کړه چې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې له يادې ودانۍ څخه يو شکمن نيول شوى او دوه ميله وسلې يې ترلاسه کړې دي.
ځدراڼ زياته کړه، چې امنيتي ځواکونو په دې برخه کې جدي پلټنې پيل کړې دي.
دا برید کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر له سفر درې ورځې وروسته کېږي.
د دغه برید په غبرګون کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د پاکستان پر سفارت ناکامه برید غندي او متعصبو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې دیپلوماتیکو ماموریتونو ته امنیتي ګواښونه رامنځته کړي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي، امنيتي ارګانونه به دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي او عاملين به يې وپېژني او سزا به ورکړي.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د دغه هېواد د سفارت شارژدافیر او سرپرست عبدالرحمان نظاماني له یوه وسله وال بریده روغ وتلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې نن (جمعه، قوس ۱۱) په کابل کې د دغه هېواد د سفارت پر ودانۍ برید شوی دی. د دغه بريد موخه د دغه هېواد د سفارت د مشر وژل وو، خو هغه ته زيان نه دى اوښتى او يو ساتونکى يې سخت ټپي شوى دى.
د پاکستان حکومت د خپل جګپوړي ډیپلوماټ د وژلو هڅه غندلې او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت حکومت باید سمدستي د دغه برید په اړه بشپړه څېړنه وکړي او عاملین یې ونیسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي دي چې طالبان باید په افغانستان کې د پاکستاني دیپلوماتانو او اتباعو د خوندیتوب لپاره سمدستي اقدامات وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په یوه ټویټ کې دغه برید غندلی او له عاملینو سره یې د چلند غوښتنه کړې ده.
پرون په کابل کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پر دفتر هم ځانمرګی برید وشو.
د دغه ګوند په وینا، په دغه برید کې دوو ځانمرګو بریدګرو له یوې ښځینه چادرې سره کوښښ کاوه چي ځان ده ته ورسوي؛ خو دوی موخې ته له رسېدو مخکې ناکام شوي دي.
حکمتیار په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د دغو بریدګرو په ډزو کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
 
https://avapress.com/vdcjive8tuqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته