کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوناما: موږ د دایکندي ولایت وروستۍ پېښه څېړو

12 قوس 1401 ساعت 13:27

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، هڅه کوي د دایکنډي د سیوک او شبر د وروستیو پېښو په اړه حقایق څرګند کړو.


آوا - کابل: د یوناما د معلوماتو پر بنسټ، د ماشومانو په ګډون د لږ تر لږه اته کسانو د غیر قضایی وژنو راپورونه شته.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مرستیال په خپله فیسبوک پاڼه په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي چې په دې قضیه کې د کره تحقیقاتو او حساب ورکولو اړتیا په اړه له اسلامي امارت سره په تماس کې دي.
 
د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د دایکنډي ولایت په سیوک او شبر سیمو کې د اسلامي امارت د عسکرو په برید کې د ماشومانو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 


د مطلب کود: 261768

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261768/یوناما-موږ-د-دایکندي-ولایت-وروستۍ-پېښه-څېړو

آوا
  https://www.avapress.com