دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 261768
یوناما: موږ د دایکندي ولایت وروستۍ پېښه څېړو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، هڅه کوي د دایکنډي د سیوک او شبر د وروستیو پېښو په اړه حقایق څرګند کړو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د یوناما د معلوماتو پر بنسټ، د ماشومانو په ګډون د لږ تر لږه اته کسانو د غیر قضایی وژنو راپورونه شته.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مرستیال په خپله فیسبوک پاڼه په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي چې په دې قضیه کې د کره تحقیقاتو او حساب ورکولو اړتیا په اړه له اسلامي امارت سره په تماس کې دي.
 
د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د دایکنډي ولایت په سیوک او شبر سیمو کې د اسلامي امارت د عسکرو په برید کې د ماشومانو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
https://avapress.com/vdcfvyd0cw6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته