کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لاریون کوونکو په اړه د برتانیې د لومړي وزیر توند او پرېکنده غبرګون

12 قوس 1401 ساعت 13:33

د بريتانيا لومړي وزير ريشي سونک پرون د مظاهره چيانو د ژوندانه د شرايطو په اړه په غبرګون کې وويل: ما پوليسو ته ويلي دي چې له مظاهره چيانو سره په چلند او ځپلو کې زما بشپړ ملاتړ لري.


آوا: د انګلستان لومړي وزیر ریشي سونک ویلي: دا په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده چې د «خود غرضه اقلیت» په مظاهرو سره د خلکو ژوند ګډوډ شي. نن مې له امنيه قوماندانانو سره وکتل او ورته مې وويل چې د غير قانوني لاريونونو د ځپلو لپاره زما بشپړ ملاتړ لري.
 
هغه وويل: "خلک دغو ګډوډيو ډېر ځپلي دي او اوس د دې وخت رارسېدلی چې قانون ماتوونکي د قانون ځواک احساس کړي."
 
ریشي سونک په ایران کې د لاریونونو په اړه په یو بل ډول تبصره وکړه او زیاته یې کړه: ایراني مظاهره چیان اوس هم مظاهرې کوي او ځپل کیږي، خو ایراني میرمنو بې حده زړورتیا ښودلې ده.
 
د نور نیوز د راپور له مخې، رشي سنک هم ښه پوهیږي چې د سړکونو لاریونونه د خلکو امنیت ته ستونزې جوړوي او د دوی ژوند ګډوډوي، خو کله چې د ایران خبره راځي، دوی د پاڅون انقلاب بولي، دا هغه دوه ګونی چلند دي چې د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو هم لري.
 


د مطلب کود: 261770

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261770/د-لاریون-کوونکو-په-اړه-برتانیې-لومړي-وزیر-توند-او-پرېکنده-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com