کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ورېښمو تولید د افغانستان او شپږو نورو هېوادونو په نوم د نړۍ په کچه ثبت شو

12 قوس 1401 ساعت 13:36

د ورېښمو د تولید نړیوال علمي، ښوونیز او کلتوري سازمان (یونسکو) د افغانستان او شپږو نورو هېوادونو په نوم د ورېښمو تولیدات ثبت کړل.


آوا: دغه سازمان اعلان کړی چې د غیرمستقیم کلتوری میراثونو د ساتنې د کمیټې د اوولسمې غونډې په څلورمه ورځ چې د مراکش په رباط ښار کې جوړیږی، د ورېښمو دودیز تولیدات د افغانستان، ایران، اذربایجان، ترکیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په نوم به ثبت شوي.
 
د ورېښمو تولید له لرغونو وختونو راهیسې په افغانستان کې مشهور دی.
 
ورېښم د وریښمو له کوکونونو څخه ترلاسه کیږي چې د توت د ونو په پاڼو تغذیه کوي.
 
کالي، ټکر او دسترخوان اکثراً له افغاني ورېښمو څخه جوړېږي.
 


د مطلب کود: 261771

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261771/د-ورېښمو-تولید-افغانستان-او-شپږو-نورو-هېوادونو-په-نوم-نړۍ-کچه-ثبت-شو

آوا
  https://www.avapress.com