کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلینکن: موږ د افغانستان د ګواښونو د مخنیوي لپاره له ټولو لارو کار اخلو

12 قوس 1401 ساعت 13:42

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د "تحریک طالبان پاکستان" او القاعدې په وړاندې د بندیزونو په غبرګون کې ټینګار وکړ چې موږ به د نورو هیوادونو په وړاندې له افغانستان څخه د ګواښونو د مخنیوي لپاره ټولې وسیلې په کار واچوو.


آوا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د واشنګټن د اقدام په اړه وویل: دا اقدام زمونږ د هغو هڅو یوه برخه ده چې دا یقیني کړو چې ترهګر له افغانستان څخه د نړیوالې ترهګرۍ د ځالې په توګه کار وانخلي.
 
هغه زیاته کړه: امریکا به له خپلو ټولو وسایلو کار واخلي تر څو نړیوال ترهګر د افغانستان خاوره د نورو پر ضد ونه کاروي.
 
د امریکا حکومت د پاکستاني طالبانو تحریک او القاعده مشران د ترورېزم او بندیزونو په لېست کې اچولي دي.
 
ویل کیږي چې د القاعدې څلور مشران د دوی خپل ځان اعلان شوی مشر اسامه محمد او همدارنګه حضرت مفتي دروجی چې په "قاري امجد" مشهور دی، په شمول د امریکا د ترهګرو په لست کې شامل شوي دي.
 
تحریک طالبان پاکستان د اسلام آباد له حکومت سره هغه اوربند چې د افغانستان د اسلامي امارت په منځګړیتوب رامنځته شوی و، د قوس بر ۷مه لغوه شوه.
 
د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارت د تحریک طالبان پاکستان او القاعدې له مشرانو سره هر ډول اړیکه او تجارت جرم ګڼلی دی.
 


د مطلب کود: 261772

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261772/بلینکن-موږ-د-افغانستان-ګواښونو-مخنیوي-لپاره-له-ټولو-لارو-کار-اخلو

آوا
  https://www.avapress.com