دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 261782
په بلخ کې ديوې ترافيکي پيښې له امله پنځه تنه ووژل شول
د بلخ سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په حیرتان ښارګوټي کې د دوو موټرونو د ټکر له امله د پنځو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: محمد اصف وزیری؛ د بلخ د پولیسو ویاند، افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې دا پېښه د جمعې په ورځ د قوس په ۱۱ مه سهار شپږ بجې د حیرتان ښارګوټي اړوند د "تازه امید" په سیمه کې رامنځته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، دغه پېښه د کرولا او ډمټرک تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله يې پنځه تنه مړه او يو بل ټپي شوى دى.
 
وزيري زياته کړه، چې د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او ټول قربانيان ملکي وګړي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په شمال کې ترافيکي پېښې زياتې شوې او ډېرى يې د موټر چلوونکو بې احتياطي او د سړکونو خرابوالى بلل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcbw8b55rhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته