دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۰
د مطلب کود : 261789
ښاریان: د کافي شاپونو تړل اخلاقي فساد کم کړی دی
د کابل ښاریان وايي چې د اسلامي امارت په جوړیدو سره هغه کافې شاپونه او رسټورانټونه چې د فحاشۍ، د نشه یي توکو په پېر او پلور او ګډوډي کې فعال وو، وتړل شول او په دې سره اخلاقي فساد کم شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښار د شپږمې ناحیې اوسیدونکی نعمت الله له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د اسلامی امارت له رامنځته کیدو راهیسې د نورو نشه یی توکو د پلورونکو لپاره ښه ځایونه او رسټورانټونه چي ښه ځاي بلل کیده تړل شوي دي.
 
هغه زياته کړه، په پل سرخ کې د کافي شاپونو شتون د دې لامل شوى، چې ډېرى ځوانان نشه يي توکي او په ځانګړې توګه د شرابو څښلو ته اړ کړي، په داسې حال کې چې د درېيمې ناحيې پوليس د کافي شاپونو له فعاليتونو څخه خبر وو؛ خو د دغو ځايونو د تړلو لپاره يې هيڅ اقدام نه کاوه.
 
دغه راز د کابل ښار په درېيمه ناحيه کې د پوليسو يوه افسر، چې د جمهوري رياست پر مهال يې دنده ترسره کوله، له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وويل، چې په پل سرخ کې د فحشا او د نشه يي توکو د پلور د ترويج په موخه له لسو څخه زيات کافې شاپونه او رسټورانټونه جوړ شوي وو چې مخدره مواد په ښکاره توګه کارول کیده.
 
هغه زياته کړه: هرکله چې د درېيمې ناحيې پوليسو هڅه کوله چې دغه کافې شاپونه او رسټورانټونه وتړي، د تېر حکومت لوړ پوړو چارواکو د بېلابېلو ادارو له خوا د دغو ځايونو د تړلو مخه نيوله.
 
هغه زياته کړه، چې د دغو رستورانتونو يو شمېر خاوندانې ښځې وې، کله چې پوليسو له هغوى سره جدي چلند وکړ، د بشري حقونو کمېسيون او د ښځو اړوند نورو بنسټونو په بېلابېلو دلايلو د دغو ځايونو د تړلو مخه ونيوله.
 
د نوموړي د څرګندونو له مخې، يو شمېر مسوولين به د شپې له خوا د پُل سرخ کافې شاپو ته راتلل، چې تفريح وکړي او شراب وڅښي.
 
هغه ټینګار وکړ، چې د سرخ پُل ښار اکثرو کیفونو او رستورانتونو ته د پولیسو د ننوتلو اجازه نه ورکول کېده، له همدې امله د کافې خاوندان او هغه خلک چې په ازاده توګه دغو کافونو ته ورځي، هر ډول نشه يي توکي کاروي.
 
هغه زياته کړه، چې د کافي شاپونو خاوندانو د ځينو کورنيو له بې وزلۍ څخه په استفادې نجونې د خپلو اعلاناتو لپاره د کارکوونکو په توګه استخدامول، څو ډېر مشتريان ولري.
 
په همدې حال کې نوروز احمدي چې د جمهوري ریاست پر مهال به د پل سرخ و کافې شاپ ته تلل او اوس په نشه یي توکو روږدي شوی، له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: «ما هیڅ نه څکول، خو کله چې زه له خپلو ملګرو سره وم، څو څو ځله د پل سرخ هاوس کافي شاپ ته لاړم، چیرته چې نشه یي توکي په اسانۍ موندل کیدي، ما هم د چلم سره پیل وکړ، چې د نورو نشه یي توکو په پرتله یو عام شی دی.
 
احمدي زياته کړه، چې له څو ورځو تګ راتګ وروسته موږ د يوې کافې شاپ ته لاړو، چې يوې نجلۍ د ويټرې په توګه کار کاوه. هغه زه وهڅولم چې د k ټابلیټونه وکاروم.
 
احمدي ټینګار وکړ: د K ټابلیټ له کارولو څو میاشتې وروسته هم پر ما اغیز ونه کړ، نو د نورو نشه یي توکو په لټه کې شوم. نشه يي توکي لکه ترياک، شيشه او پوډر هم د پل سرخ په کافي شاپونو کې موندل کېدل، يو يا دوه ځلې مې شیشه استعمال کړ، بيا مې خپله دنده له لاسه ورکړه او د شيشو د اخيستلو پيسې مې نه درلودې نو زه باید د پل سوخته لاندې بللي واي. کله چې زه د پله لاندې لاړم، زما کورنۍ ته معلومه شوه، دوی زه دوه ځله روغتون ته بوتلم. خو د مصروفیت د نشتوالي له امله مې نشو کولی چې مواد پریږدم.
 
حاجي بصیر، چې د پل سرخ د یوې کافې شاپ خاوند دی، له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: "دا ناسمه ده چې د نشه يي توکو پېرودل او خرڅلاو او د پل سرخ په کافې شاپونو او رسټورانټونو کې د فحاشۍ ته وده ورکول، یوازې په دغو ځایونو کې په آزاده توګه چلم کارول کېده."
 
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوریت پر مهال د دریمې او دیارلسمې ناحیې د حوزي امرین د یوې نجلۍ له امله د پل سرخ په یوه کافي شاپ کې جګړه کړې وه او وروسته رسنیز شوه او قضیه یي عدلي ارګانو ته معرفي شوه.
 
داسلامي امارت په جوړیدو سره اکثره دغه کافې شاپونه د زیاتې ګډوډۍ له امله تړل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcivzar3t1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته