کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا: د افغانستان ۱۵ سلنه وګړي له معلولیت څخه رنځ وړي

12 قوس 1401 ساعت 16:21

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (OCHA) وايي، د افغانستان ۱۵ سلنه نفوس په معلولیت کې ژوند کوي.


آوا: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د شنبې په ورځ (قوس ۱۲) په یوه ټوېټ کې ویلي چې معلولین په افغانستان کې په بد وضعیت او کړکېچ کې دي.
 
د اوچا په وینا، معلولیت لرونکي خلک مرستې او خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له زیاتو خنډونو سره مخ دي.
 
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د افغانستان خلکو او په ځانګړې توګه معلولینو ته بشري خدمتونه د هېواد لومړیتوب دی.
 
څه موده وړاندې د بشري حقونو د څار ادارې په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې معلولین بشري مرستو ته لاس رسی نه لري.
 
دې ټینګار وکړ چې مرستندویه ادارې او د معلولینو د حقونو ډلې باید په ګډه کار وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې ټولو ته پرته له تبعیض څخه ورسیږي.
 


د مطلب کود: 261790

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261790/اوچا-د-افغانستان-۱۵-سلنه-وګړي-له-معلولیت-څخه-رنځ-وړي

آوا
  https://www.avapress.com