دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 261790
اوچا: د افغانستان ۱۵ سلنه وګړي له معلولیت څخه رنځ وړي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (OCHA) وايي، د افغانستان ۱۵ سلنه نفوس په معلولیت کې ژوند کوي.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د شنبې په ورځ (قوس ۱۲) په یوه ټوېټ کې ویلي چې معلولین په افغانستان کې په بد وضعیت او کړکېچ کې دي.
 
د اوچا په وینا، معلولیت لرونکي خلک مرستې او خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له زیاتو خنډونو سره مخ دي.
 
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د افغانستان خلکو او په ځانګړې توګه معلولینو ته بشري خدمتونه د هېواد لومړیتوب دی.
 
څه موده وړاندې د بشري حقونو د څار ادارې په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې معلولین بشري مرستو ته لاس رسی نه لري.
 
دې ټینګار وکړ چې مرستندویه ادارې او د معلولینو د حقونو ډلې باید په ګډه کار وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې ټولو ته پرته له تبعیض څخه ورسیږي.
 
https://avapress.com/vdcao6nuw49ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته